ټولنه

خوستیانو د سولې له روانو خبرو ملاتړ وکړ

کابل/ د وري ۳۰ مه/ باختر
په خوست کې ديني عالمانو، قومي مخورو، د مدني ټولنو استازو، ځوانانو، مېرمنو او نورو قشرونو په یوه ستره غونډه کې په یو غږ د جمهور رییس محمد اشرف غني د روانو مهمو پروژو د تکمیل او د سولې په برخه کې د هڅو ستاینه او ملاتړ وکړ.
د باختر اژانس د سیمه ييز خبریال نثارالله احسان د راپور له مخې؛ په دې غونډه کې د خوست ولایت مقام د ټولنیزو چارو مرستیالې زینب افغان پر ولسونو غږ وکړ چې د نظام او ولسمشر ملاتړ وکړي.
په همدې حال کې قومي مشر رسول محمد تڼي د جمهور رییس د دریځ ستاینه وکړه او پر سیاسیونو یې غږ وکړ چې د نظام ، جمهوریت او د سولې له روانو خبرو ملاتړ وکړي چې نور په هېواد کې دایمي سوله او ثبات رامنځ ته شي.
د ځدرانو قومي شورا مشر مارک ځدران هیله وښوده چې جمهور رییس محمد اشرف غني به د سولې پر پروسه هم بریالی کېږي او افغانان به له با ارزښته سولې برخمن کوي.
قاري عارف ، قومي مشر مدیر شریف الله، د ولایتي شورا غړې نعت بي بي عمري او قوماندان خان ولي کمال خان بند ، سلما بند او نورې مهمې پروژې د هېواد د بقا لپاره مهمې او اساسي یادې کړې.
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته