کابل باختر دتلي ديرشمه :
دهرات ولايت دانګورو حاصلات په روان کال کې په سلو کې ديرش کمښت موندلى دى .
بڼوالو ددغه کمښت اصلي علت له وخت څخه مخکې د هوا سړښت وباله .
دهرات ولايت تل په هيوادکې دانګورو د حاصلاتو مهم مرکز دى اوهرکال په سلګونو زره متريک ټنه انګور د دغه ولايت دانګورو له بڼونو څخه ترلاسه کيږي .
تيرکال دهرات ولايت دانګورو له بڼونوڅخه يوسلو پنځه شپيته متريک ټنه انګور ترلاسه شوي وو چې سږ کال دهوا د ناڅاپي سړښت او دانګورو دتاکونو ديخ وهلو له امله دغه شمير له کمښت سره مخامخ شوى دى .
دهرات ولايت دبڼوالوداتحاديي مسوول محمد نعيم باخترآژانس ته وويل : په روان کال کې يې سل ټنه انګور دپاکستان کراچۍ ښار ته صادر کړي دي چې دپاکستاني مقاماتو د نه همکاري او د دغه هيواد په بندرونو کې د هغه د درولو له امله د دواړو هيوادونو په پوله کې ددغه محصولاتودخوسا کيدو سبب شوى دى .
دهرات دبڼوالو ددغه مسوول دڅرګندونو له مخې : له وخت څخه مخکې دهوا سړښت او دتاکونو د يخ وهلو له امله په دغه ولايت کې د انګورو حاصلات يې په سلوکې تر ديرشو پورې لږ کړى دى .
دهرات په ميوو کې انګور تل ځانګړې شهرت لري چې همدا اوس ددغه ولايت دانګورو له بڼونو څخه اته ديرش ډوله انګور ترلاسه کيږي .
0 1 دقیقه لوستل