ټولنه

په هرات کې ترافيکي پيښې کمې شوې دي

کابل باختر د چنګاښ  اتلسمه :
دروژې په مبارکه مياشت کې دهرات په ښار کې  ترافيکي پيښې په سلوکې  څلويښت راکمې شوې دي .
دهرات دپوليسو  مسوولين دترافيکي پيښو دکمښت اصلي لامل  دروژې دمبارکې مياشتې او دهوا دتودوخې په دليل  دخلکو د تګ راتګ کموالى بللى دى
ويل کيږي دمخکنيو تدبيرونو نيول دترافيکو د پوليسو فعاليدل  اودچلوونکو له خوا دترافيکي مقرراتو په پام کې نيول هم دترافيکي پيښو پر کموالي اغيزه کړې ده
دهرات دپوليسو وياند عبدالروف احمدي دباختراژانس خبريال ته وويل، ارقام داڅرګندوي چې دروژې دمبارکې مياشتې له لومړي نيټې څخه بيا تر اوسه دهرات په ښار کې کومه مهمه ترافيکي پيښه نه ده شوې په داسې حال کې چې  دتيرې مياشتې  په ورته موده کې دهرات ښار څه ناڅه دڅلويشتو ترافيکي پيښو ډګر  و چې دوژنو او ټپي کيدو لامل وې .
ښاغلي احمدي  دترافيکي  مقرراتو درعايتولو په برخه کې  دهرات  له ښاريانو څخه دقدراني په ترڅ کې ډاډ ورکوي چې دترافيکو پوليس دښاري چارو دسمون په  موخه بنسټيز پروګرامونه ترلاس لاندې لري .
له بلې خوا روغتيايي مسوولين هم دروژې په مبارکه مياشت کې دترافيکي پيښو دکموالي په تاييدولو سره وايي دتيرو ورځو په بهير کې په روغتيايي مرکزونوکې دترافيکي پيښو دزيانمنو دليږد په باب کومه رپوټ نه دى درج شوى .
له دې سره جوخت وګړنيو پوليسو هم له ترافيکي قواعدو او مقرراتو سره دښوونځيو دزده کوونکو دبلدتيا په موخه پروګرامونه  ترلاس لاندې نيولي دي چې دهغو له مخې زده کوونکو ته دترافيکي پيښو دمخنيوي چلندونه زده کوي.
دهرات دپوليسو مسوولين په داسې حال کې دترافيکي پيښو دکموالي خبر ورکوي چې په تيرو مياشتو کې په لويولارو کې دترافيکي مرګونو پيښو دزيانمنو او تاواني شويو دشمير زياتوالي د خلکو دانديښنو وړ ګرځيدلي و .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته