نړۍ

د پاکستان په کراچۍ ښار کې يو بم شنډ کړاى شو .

 کراچۍ  باختر  دسلواغې اتلسمه :
  يو بم   چې دکراچۍ  ښار دبلديې په ناحيه کې ځاى  پرځاى کړاى شوى  و نن دبم دشنډولو  دپرسونل له خوا شنډ کړاى  شو .
باخترآژانس دپاکستان د ډان ورځپاڼې له خولې  خبر راکړ :   دکراچۍ پوليسو په دغه ښار کې کډ چاڼيزوعملياتو په   بهيرکې اته تنه په يوه ممنوعه   سازمان کې دغړيتوب په ګومان دسهراب کوټ په ناحيه کې ونيول او له هغوى  څخه يې  يوه اندازه وسلې اومهمات ترلاسه کړل .
په کراچۍ ښار کې اړو دوړ او قصدي وژنې  له څو کلونو راپه دې خوا دوام لري چې له امله يې زرګونو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده اوحکومت هم په  دې نه دى بريالى شوى  چې په دې ښار کې امنيت   تامين کړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته