امنیت

په ننګرهارکې طالبانو او داعشيانو ته د سر زيانونه

کابل/باختر/ د زمري٩مه
په ننګرهارکې په هوايي بريدونوکې طالبانو او داعشيانو ته د سر زيانونه اوښتي دي.
د را رسيدلو خبرونو له مخې: دغه بريدونه له تېرې شپې تر نن سهاره پورې ناټو او د افغانستان هوايي قوتونو د ننګرهار په ځينو برخوکې د ډار اچوونکو پر سنګرونو ترسره کړل.
د هېواد په ختيځ کې د سېلاب قول اردو يوه جګپوړي قوماندان د باختر آژانس خبريال ته وويل چې په بريدونوکې د طالبانو او داعشيانو ډلو ٣٠ غړي وژل شوي او لسګونه نور يې ټپيان شول.
هغه وويل چې په بريدونوکې د وسله والو طالبانو څو مرکزونه او پټنځايونه له ټولو جنګي وسايلو سره يې له منځه لاړل.
له بلې خوا په ننګرهارکې سيمه ييزمسوولين وايي چې د طالبانو او داعشيانو پر سنګرونو هوايي بريدونه تر يوې اندازې د دغو ډار اچوونکو ډلو جنګي توان کم کړى دى.
ختم – سعيده- اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته