سیاست

مطبوعاتي اعلاميه

کابل – باختر د زمري دمياشتې ٢
دحکومت او د روشنايي غورځنګ ترمنځ دتفاهم او د روان کال د زمري دمياشتې د دويمې نيټې دمظاهرو دلغوه کولو په باره کې دجمهور رييس د دويم مرستيال قانونپوه سروردانش اعلاميه.
دافغانستان پتمن او عزتمند ملت:
لکه څنګه چې پوهيږئ : ديوې مهمې ملي اقتصادي پروژې په توګه دسالنګ له تګلوري څخه دترکمنستان د ٥٥٠ کيلو ولټه بريښنا دمزو دغځونې پروژه دمرکزي سيمو دخلکو او دسياسي ځواکونو دپراخې برخې داعتراض وړ وګرځيده . دملي وحدت حکومت ددغو اعتراضونو له هماغه پيل څخه وړانديز وکړ چې دحکومت او وګړنى عالي شورا داستازو په ترکيب يو باوري کميسيون دې جوړ شي او موضوع دې په هر اړخيزه توګه وڅيړي او خپل پيشنهادونه دې جمهوري رياست ته وړاندې کړي او ان ما او استاد محقق دجمهور رييس دهيلې پرخلاف هغوى ته قناعت ورکړ چې دکميسيون دکار تر پاى پورې ، په دې اړوند دکابينې مصوبه وځنډوله شي او دغه شان هم شول او دخلکو ګڼ شمير وکيلانو هم په هغې غونډه کې چې زما په دفتر کې جوړه شوه ، دغه طرحه ومنله ،خو دګوتې په شمار ځنو کسانو دخلکو له ولولو څخه په ناوړې استفادې سره دجمهور رييس لاس ليک شوى حکم په پام کې ونه نيوه او دثور دمياشتې د ٢٧ نيټې مظاهرې يې پيل کړې په داسې حال کې چې له مظاهرو څخه دوه شپې مخکې مې هغوى ته يادونه وکړه چې دمظاهرو له پاى ته رسيدو څخه وروسته تاسې له مظاهرو څخه مخکې يعنې دخبرو له دريځ سره مخامخ کيږئ په هر صورت په اوسني پړاو کې هم چې دمظاهرو نارې سورې طرحه دي .
دحکومت له خوا مو وړانديز وکړ چې بايد خبرې پيل شي او مظاهرې لغوه شي او اوس دحکومت له دريو ورځو هلوځلو وروسته دغو هلوځلو نتيجه ورکړه او ګڼ شمير مشرانو دخبرو او دخبرو له لارې د مسئلو دڅيړنې طرحه منلې ده .
زه له هغو زړه سواندو متحرمو شخصيتونو څخه د مننې او کور ودانۍ دڅرګندولو په ترڅ کې چې دخبرو دمنطق هرکلى يې کړى دى ، له خپلو پتمنو او عزتمندو خلکو څخه غواړم چې په غوغا سلارۍ او ديو شمير کسانو په نارو سورو ونه غوليږي او د زغم او آرامۍ په ساتنې سر او له هر راز مظاهرې او يا له نورو غير ضروري حرکتونو څخه په ډ ډې کولو سره ، په هغه تفاهم چې رامنځته شوى دى اعتماد وکړي او ډاډمن دې واوسي چې دغه هلې ځلې هرې نتيجې ته چې ورسيږي ، په پاى کې به د دولت او ملت په خير او صلاح وي.
موږ ټول واحد هدف لرو او ټول په خپلو ګډو ارمانونو او ارزښتونو ايمان لرو او دهيواد ټولو خلکوته دامنيت ، ثبات ،ملي وحدت،ټوليز عدالت اندوليزې پرمختيا او برابرۍ په باب فکر کوو او تحقق لپاره به يې له هيڅ راز هڅو او هاند څخه ډډه ونه کړو او تاسوته ډاډ درکوو چې دملي وحدت دحکومت په دوره کې له بل هر وخت څخه زيات به له طبيعي جيل څخه دمرکزي سيمو د آزادولو لپاره هلې ځلې وشي .
او په تيره بيا دبريښنا رسولو او دمواصلاتي لارو دجوړولو په برخه کې به ، داسې پروژې تطبيقې شي چې دافغانستان دتاريخ په اوږدوکې نه دي پلى شوې.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته