کابل باختر دزمري نهه ويشتمه :
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني پرون په هرات کې د ددغه ولايت د معلولینو د ځواکمن کولود مرکزله مسوول استاد عبدالعلي بارکزي سره وکتل.
باخترآژانس ته په رارسيدلي خبرکر ويل شوي دي.
استاد عبدالعلي بارکزي د هرات د معلولینو د ځواکمن کولومرکز د فعالیتونو، ستونزو او د معلولیت لرونکو کسانو د فرهنګي او کاري فعالیت په برخه کې د ننګونو په اړه جمهوررئیس ته معلومات ورکړل او هغوی ته د رسیدګۍ په برخه کې یې د جمهور رئیس د پاملرنې غوښتنه وکړه.
د هېواد جمهوررئیس معلولیت لرونکو ته د استاد عبدالعلي بارکزي کړنې ارزښتناکې وبللې او له ده څخه یې وغوښتل، چې د معلولیت لرونکو کسانو د کاري او فرهنګي وضعیت د ښه والي لپاره طرحې او مشخص پشنهادونه برابر او وړاندې کړي، چې د هغوپر بنسټ اقدامات وشي.
0 1 دقیقه لوستل