ښوونه او روزنه

تبصره :

 کابل باختردتلې دمياشتې ١٣  :
دتلې دمياشتې ديارلسمه داکتوبر پنځمه  دشنبې ورځ دښوونکي له نړيوالې ورځې سره برابره ده  او په زرګونو تنه افغان زده کوونکي به  دغه ورځ په  داسې حال کې نمانځل کيږي  چې ښوونکى  دمعنوي پلار په توګه زموږ دخلکو په زړونو کې ځانګړى ځاى لري .
دباخترآژانس مبصر ليلکي :
دتلې دمياشتې  ديارلسمه نيټه دښوونکي دنړيوالې ورځې په توګه نمانځل کيږي او دافغانستان خلک  دبافرهنګه وګړو په توګه چې ښوونځي اومدرسه ، پوهه او قلم د دوي په هيواد  کې اوږد  تاريخ لري او ددغې ورځې زيات درناوى کوي اوهغه دښوونکي  او استاد لپاره  د درناوي نوي کول بولي  اوپه دې ورځ  زده کوونکي په زيات شوق سره دښوونکو په لور وردانګې او دهغوي  دمقام اومنزلت درناوى کوي.
هغه څه  چې دتلې په ديارلسمه دښوونکي دورځې په توګه رامنځته کيږي دکليزې يوه برخه ده  چې په يوکال کې يوازې يوځل تکراريږي .
په داسې حال کې چې زموږ په هيواد کې دښوونکو دردونه او ستونزې پاى ته نه رسيدونکي دي او په يو کال کې ديوې ورځې ځانګړي کول نه شي کولاى دهغوي دستونزو دحل لاره وي .
نن اقتصادي بيوزلي هغه ستر درد دى چې يوافغان ښوونکى او استاد ورڅخه ځوريږي  . دهيواد زياتره ښوونکې  دکور دنشتوالې له ستونزو سره مخامخ دي  ددغه قشر غوڅ اکثريت  په يو ثابت او ناکافي  معاش سره نه کولاى ځان او خپلو بچيانو ته  يو باور مند راتلوونکى جوړ کړي. ددې ترڅنګ زموږ په ټولنه کې ښوونکي کله نا کله  له غربت او سپک چلند سره مخامخ کيږي  چې له اخلاقو، فرهنګ او مسووليت څخه څه نه پوهيږي او په ماشومانه فکر دښوونکي په هرڅه ملنډې وهي .
له بله پلوه  په هيواد کې مخ په زياتيدونکي ناامنۍ ښوونکي ، زده کوونکي او ښوونځي يوځل بيا دوسله والو  مخالفينو اودتروريستي کړيو  دپاملرنې په محراق کې راوړى دى اوله بده مرغه دتيرو مياشتو اوکلونو په بهيرکې يو شمير ښوونکي يا له تروريستي توطيوسره مخامخ شول  او يا چې په  عمدي ډول تر بريدونو لاندې ونيول شول  او خپل ژوند يې له لاسه ورکړ .
موږ  دهيواد په ځينو سيمو کې  په يوشمير ښوونځيو کې  دمسمومولو دپيښو شاهدان و  چې هلې ځلې وشوې دپوهنې کارکوونکو ته چې ښوونکي  يې هم  دهغه يوه برخه ده زيان ورسيږي .
ددې ترڅنګ وسله والو مخالفينو دښوونځيو په سوځولو سره ښوونکي ته چې د ټولنې استاد دى  دغه پيغام ورکوي چې هغوي دپيغامبر رسالت او لارښوونه هيره کړي او دهيواد بچيانو ته له لوست ورکولو  څخه  لاس واخلي .
خراب  اقتصادي حالت يو لړ ټولنيزي ناخوالې ، دناامنيو دوام  او هغه نورې ستونزې چې زموږ ښوونکي او استادان ورسره مخامخ دي په هيواد کې دښوونې او روزنې  بهير اغيزمن کړى دى او ددغه حالت دوام کولاى شي  دلوست په کيفيت او دزده کوونکو په راتلوونکي ناوړه اغيزه وکړي .  داړوندو مرکزونو له خوا  ورکړاى شوې ژمنې هم لږعملي شوي  او اوس هم دښوونکو دښارګوټو دجوړولو ژمنې تحقق نه دى موندلى .
دهغو زياتو ستونزو په شتون کې  چې دهيواد ښوونکي او پوهنه ورسره مخامخه ده لرې به وي  چې ديو باکفيته پوهنې هيله ولرو ځکه په افغانستان کې دروزنې کيفيت  په هغه حد کې نه دى چې  له معاصرې تکنالوژۍ او داوسني علمي پرمختياو سره  همغږي  ولري .
په داسې حال کې  چې د ښوونکى او استاد  رول ددغو نابرابريو  په لري کولو کې  اساسي کلي ده  اوهغه وخت به  حل شي  چې لږترلږه په هيواد کې دښوونکو ستونزې لږې شي  او هغوي ته  دکاري خونديتوب ، اقتصادي خونديتوب او ټولنيز خونديتوب فضا برابره شي .  درسي  ممد موادو ددوي په واک کې ورکړشي  او دهغوي لاس نيوى وشي  اووسره مرسته وشي  او په کال کې  له درې سوه شپيتو ورځو څخه يوه ورځ هغوي ته  دښوونکي دورځې په توګه هغه هم په کليشه يې ډول ځانګړې نه شي بلکې مسوولين دې  هره ورځ  دمعلم ورځ وبولي او هره ورځ  دپوهنې دکارکوونکي ديوې ستونزې دلري کولو په فکرکې وي  .
دمعلم ورځ  دپوهې دجبهې دسردارانو ورځ له امله دپوهنې ټولو کارکوونکو ته مبارکي وايو .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته