امنیت

دطالبانوله خوا ديوه ايښودل شوي بم د چاودنې له امله دوه تنه ملکي وګړي شهيدان شول.

جلال آباد  باختردکب دمياشتې  ٦ نيټه :
په ننګرهار ولايت کې ديوه بم د چاودنې له امله دوه تنه ملکي وګړي شهيدان او څه ناڅه درې تنه نور ټپيان شول .
دغه  چاودنه دډيورند کرښې ته څېرمه  په يوه کلي کې  شوې ده .
د رارسيدلو خبرونوله مخې ؛ بم په يوې کراچۍ کې  ځاى پرځاى کړاى شوي و  او   دګڼ شمير ملکي وګړو دتيريدو په وخت کې و چاوديد.
دهېواد په ختيځ کې دپوليسو يوه جګپوړي قوماندان باخترآژانس ته وويل  چې ،په دې بمي چاودنه کې  دوه تنه ملکي وګړي شهيدان  او درې تنه نور ټپيان شول.
ده  وويل  چې د دغه بمي چاودنې په اړوند د پوليسو څيړنې دوام لري.
تراوسه پورې  د دغه مرګاني بمي بريد مسووليت  چاپرغاړه نه دى اخيستى.
خو ځينې سرچينې وسله وال طالبان دهغه عامل بولي. پاى ذکرالله

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته