سیاست

حامدکرزي په کندز اوپکتيکا کې دملکي وګړو په تيره بيا دماشوما نو بي رحما نه وژنه په کلکه وغندله

کابلباختر دزمري٢٥ مـــــــــــــــه

د افغا نستان داسلامى جمهور يت جمهور رئيس حامد کرزي هغه ترورستې بريدو نه چې په کندز او پکتيکا ولايتو نو کې د ماشومانو په ګډون ملکي وګړي  پکې شهيدان شول په سختو الفاظوسره وغندل .

باختر اژانس ته د جمهوري رياست دمطبو عا تي دفتر د معلو ما تو له مخې : ترورستا نو تيرماښام په چاوديدونکو توکو بار موټر سايکل چې له لري واټن څخه کنتروليده د کندز ولايت ددشت ارچې ولسوالۍ په با زار کې وچاوه چې له ا مله يې دګرځنده پلورونکو ماشوما نو په ګډون لس تنه بي ګناه ملکي و ګړي شهيدان او ٢١ تنه نورټپيان شول

دغه راز تيرماښام په يوه  بله جلا تروريستې پيښه کې ملکي و ګړي چې داختر د جامو له اخيستلو وروسته له ښرنې ښارڅخه خپلو کليو ته ستنيدل دپکتيکا ولايت ديوسف  خيلو ولسوالۍ په خربين سيمه کې يې دسپرلۍ موټر په واټ کې په ښخ کړى شوي ماين و خوت چې  د چاودنې له ا مله يې څلورتنه ماشومان شهيدان شول اويو ملکي و ګړي ټپي شو .

دافغا نستان د اسلا مي جمهوريت جمهور رئيس حامد کرزي چې اوس دسعودي عربستان دمکى مکر مي په ښار کې په دغو دوو خونړيو ترورستې پيښو په خپريدو سره وويل: ترورستانو په زيا تې بي رحمې سره ملکي و ګړي په تيره بيا هغه ماشومان چې خپلو کورنيو ته يې نفقه برابروله اودغه راز هغه نورماشو مان چې په خپلي معصو ما نه خوشحالى سره يې داختر جامي برا بري کړې وې شهيدان کړل

 جمهور رئيس وويل: ترورستان بايد په دې وپو هيږي چې دروژي په مبارکه مياشت کې چې دتو بې اوبخښنۍ مياشت ده په بي رحما نه توګه دماشومانو اوملکي  وګړو په وژنې سره په دنيا او اخرت کې دالهې په قهر اوغذب اخته کيږي

حامد کرزي په کندز او پکتيکا کې د ترورستې بريدو نو دشهيدا نو پا تې کسا نو ته دخپل ژور خپګان اوډاډ ګيرنې مراتب څرګندوي اود لوى خداى (ج) له دربار څخه هغوى ته د جميل صبر اوټپيانو ته دسملاسي روغتيا هيله کوى

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته