سیاست

کابل ته دګرجستان دجمهور رييس سفر وځنډول شو .

کابل باختر دسلواغي دري ويشتمه

  دبهرنيو چارو وزارت ويندوى نن وويل چې کابل ته دګرجستان د جمهور رييس سفر دواوري داورښت له امله  وځڼدول شو .

  دباختر داطلاعاتي اژانس دخبريال دخبر له مخې جانان موسي زي چې په يو خبري کنفرانس کې يې خبري کولي وويل ټاکل شوې وه  دګرجستان جمهور رييس  نن کابل ته راشي او دهيواد له جمهور رييس او نورو مقاماتو سره خبري وکړي  خو دهوا دنه مساعدوالي له امله دغه سفر  داوس لپاره لغوه شو .

 دبهرنيو چارو وزارت ويندوى دغه راز جاپان ته ددغه وزارت دسياسي معين دسفر خبر ورکړ او وي ويل چې دغه سفر له افغانستان سره دتوکيو داقتصادي همکاريو کنفرانس  بريالي ترسره کولو په اړوند دلازم تياري دنيولو په خاطر ترسره شوي دي

 په دې خبري کنفرانس کې  موسي زي په واشنګتن کې  د افغانستان دسفارت دمستشار له خوا دافغانستان دسفير دسپکاوي  او وهلو ډبولو په باب  رپوټونه چې په ځينو رسنيو کې  خپاره شوي دي رد کړل او وي ويل  چې  دغه  شان رپوټونه  حقيقت نه لري .

 خو ده وويل چې دسفارت دکارکوونکو ترمنځ ناندري وهل شوې  وې او فزيکي شخړه شوې وه چې عامل يې کابل ته راغوښتل شوى دى او سفير په دې پيښه کې لاس نه درلود .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته