فرهنګ

د عبدالباري جهاني پيغام

کابل – باختر د غبرګولي د مياشتې١
د ثور د مياشتې د يو ديرشمې نيټې، د فرهنګي ودې د نړيوالې ورځې په مناسبت د اطلاعاتو او فرهنګ د وزير عبدالباري جهاني پيغام
زموږ خلک په داسې حال کې د فرهنګي ودې نړيواله ورځ نمانځي چې د افغانستان دولت په دې کار ژمن دى چې بايد ټول فرهنګي امکانات او فرصتونه په يو شان او عادلانه ډول د هيواد د اتباعو په واک کې ورکړ شي.
موږ په دې باور يو چې فرهنګي وده د يوې ټولنې د ژوندانه د ودې او پرمختګ مفهوم بيانوي. د فرهنګي ارزښتونه تحقق، په بېلابيلو برخوکې د انسانانو د ژوندانه همغږى کوونکى دى. د يو لوړفرهنګ په شتون کې کولاى شو د سياسي زغم، ټولنيز درک او د اقتصادي ودې په لور لاره پرانيزو.
په افغانستان کې د فرهنګي تنوع او د زغم او درک مفکوره دغه فرصتونه رامنځته کړي دي چې موږ مثبت او فعاله فرهنګي وده ولرو.
زموږ د خلکو ټينګار د افغانستان د خپلو،  ملي او بومي ارزښتونو د فرهنګ په وده دى، په داسې حال کې چې وخت او د اجتماعاتو پراختيا وده موندلې ده، مهاجرتونو، سياسي بدلونونو او د تکنالوژۍ پراختيا چې ټولنې له يو بل سره نږدې کړې دي ؛ د دې سبب شوې دي چې بومي فرهنګي ارزښتونه له عوضي او وارداتي فرهنګونو څخه اغيزمن شي.
د هغه ترڅنګ، سياسي فقدان او ستونزې، اقتصادي تړلتيا، د ټلويزيوني شبکو وده، د نورو له فرهنګ او عاداتو څخه تقليد چې کولاى شو هغه ته د فرهنګي يرغل نوم کيږدو؛ فرهنګي زيانونه يې جدي کړي دي او موږ يې د خلکو د اصيل فرهنګ او د نورو دودونو او رواجونو دفاع ته چې زموږ هويت او تاريخ بيانوي، رابولي.
موږ له ملي او نړيوالو معتبرو بنسټونو سره خپلې هلې ځلې چې غواړي له بېلابېلو لارو په ټولنوکې د فرهنګي ودې د بهير ملاتړ وکړي، همغږې کوو چې د هيواد فرهنګي او ټولنيزې ودې ته زمينه برابره شي.
موږ په خپل هيوادکې فرهنګي تنوع ته په مثبت نظر ګورو او د خپلو خلکو د ملي ارزښتنو، غورو دودونو، رواجونو، ادابو او د ټولنيزو قوانينو دفاع کوو او د بيان آزادى او د فرهنګيانو او هنرمندانو رښتيني مدافع به و اوسو؛ ځکه موږ په دې باور لرو چې فرهنګي وده د ټولنې د خودباورى سبب کيږي او موږ به د هدفمندې فرهنګي ودې لپاره کار وکړو.
د يونسکو سازمان د ٢٠٠١ م کال د نوامبر په مياشت کې د فرهنګي تنوع په باب يوه وينا صادره کړه او له هغه وروسته د ملګرو ملتو سازمان د مې د مياشتې ٢١ نيټه چې د ثور د مياشتې له ٣١ نيټې سره برابره ده؛ د خبرو اترو لپاره د فرهنګي تنوع د نړيوالې ورځې په نامه ونوموله.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته