امنیت

په فراه کې يو لړ تروريستي بريدونه وشول

کابل باختر دوږي  نولسمه
دافغانستان په لويديځ کې دفراه ولايت نن  ديو لړ  تروريستي بريدونو ډګر و .
په دغو بريدونوکې يو دولس کلن ماشوم  ووژل شو او  پنځلس تنه نور ټپيان شول .
  باختر اژانس ته په رارسيدلو خبرونوکې ويل شوي دي چې لومړۍ  په يوه ريکشا کې  دري ځاى پرځاى شوي  بمونه  دفراه ولايت  په مرکز کې ددغه ولايت دمقام  ودانۍ ته څيرمه دشلو دقيقو  په زماني واټن کې وچاوديدل  او وروسته  ياغيانو  ددغه ولايت د مقام او دامنيې قوماندانۍ په ودانيو راکتي بريدونه وکړل .
  په دغو پيښو کې  يو دولس کلن ماشوم ووژل شو اوڅو تنه نور ملکي وګړي  ټپيان شول .
ويل کېږي  چې  په دغو  بريدونوکې  دطالبانو له خوا څلور توغول شوي  توغندي  ددغه ولايت د ختيځو او لويديځو درواز ته څيرمه دفراه ولايت دمقام  په وداني کې  ولګيدل  چې له امله يې يو شمر پوځيان  ټپيان شول .
   دفراه دوالي ويندوى عبدالرحمن ژوندي باختر تاژانس ته وويل  چې  د طالبانو په دغو راکتي بريدونو او چاودنو کې  يو دولس کلن ماشوم ووژل شو او دڅو تنو افغان پوځيانو په ګډون پنحلس  تنه نور  ټپيان شول .
  دفراه دوالي ويندوي تائيد کړه چې دوسله والو طالبانو هدف  دفراه دوالي او دپوليسو دقوماندان په ګډون  په نظامي  اوامنيتي مقاماتو بريد و خو په دغو پيښو کې دوي ته   زيان نه دي رسيدلي .
  يوعيني شاهد  شفيع الله  وايي  چې په دغو پيښو کې دوه تنه افغان پوځيان او درې تنه ملکي وګړي وژل شوي  اونږدي ديرش تنه نور ټپيان شوي دي . 
  له بلې خوا دفراه ښار دروغتون يو مسوول  باختر اژنس ته وويل  چې په دغو پيښو کې  ددريو تنو ملکي وګړو  مړي  او درې ويشت تنه ټپيان دغه روغتون ته  ليږدول شوي دي .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته