کابل باختردکب دمياشتې٢٠ نيټه :
د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت د کاپي رايټ امريت نن د عامه کتابتون د بډاينې او دکتاب لوستلو فرهنګ د رواجولو په خاطر د عامه کتابتون رئيس ته شپږ سوه ډول ډول کتابونه ورکړل شول.
دباخترآژانس دخبرله مخې ؛ دغه کتابونه په بيلابيلو علمي ، فرهنګي ، هنري او ادبي برخو کې دکورنيو ليکوالانو له خوا چاپ او د کتاب د نړيواله شمېره يا شابک ( آى اس بي ان ) شمېر ه پرې ليکل شوې ده.
د عامه کتابتون رئيس وحيدالله شهراني دغه کار دهېواد د خلکو د معلوماتو د زياتوالي او بډاينې په لاره کې ګټور ګام وباله اوله ټولو خلکو څخه يې وغوښتل چې عامه کتابتون ته په مراجعه کولو سره د دغو کتابونو له محتوياتو څخه ګټه واخلي.
د اطﻻعاتو او فرهنګ وزارت دکاپي رايټ امريت د جوړيدو له وخت څخه تراوسه پورې په مجموعي ډول په ټولنيزو ، سياسي ، فرهنګي ، هنري او ادبي برخو کې دوه زره ټوکه کتابونه عامه کتابتون ته ورکړي دي .
دآثارو په چاپ او خپرولو کې دکتاب د نړيوال معياري شمير يا (شابک ) يا ( آى اس بي ان ) له شمير څخه په استفادې برسيره پردې چې په ملي او نړيواله کچه دناشر او خپرونې مشخصات معرفي کوي او ادبې آثارو ته نړيوال باور ورکوي په سيمه کې د ناشر اوليکوال د فعاليتونو د ودې سبب هم کيږي او په نړيوالو نندارتونونو کې دچاپ شويو اثارو دګډون زمينه برابروي.پاىجذ
5 1 دقیقه لوستل