سیاست

دباميان خلکو دپاکستان دپښتنو دمدني حرکتونوملاتړو وکړ .

کابل باختر دسلواغې شپږ ويشتمه :
دباميانو ولايت يوشمير اوسيدونکو پرون په يو اعتراضيه حرکت کې دپاکستان دپښتنو  له ملي حرکتونو سره خپل ملاتړ اعلام کړ .
دباختراژانس دخبرله مخې ، دغواعتراض کوونکو دپاکتسان دپښتنو له هغو مدني حرکتونو  سره چې دهغه ظلم او ستم په اړوند چې ددغه هېواد دحکومت له لوري دپاکستان دپښتنو پرخلاف ترسره کېږي   خپل ملاتړاعلام کړ  او له نړيوالې ټولنې څخه يې وغوښتل تر څو دبشر دحقوقو دنقض په باب  چې دپاکستان ددولت له لوري ترسره کېږي چوپه خوله غوره نه کړي .
اعتراض کوونکو په دې غونډه کې وويل چې دپاکستان پښتانه اوبلوڅ دزياتې مودې راپديخوا دپاکستان ددولت تر ظلم او ستم لاندې دي او نړيواله ټولنه دې بايد  د پاکستان دحکومت په دغو کړنو سترګې پټې نه کړي .
داپه داسې حال کې ده چې څو ورځې مخکې دپښتنو دساتنې د غورځنګ فعال ارمان لوني  دپاکستان دپوليسو له خوا  له نيول کيدو وروسته ووژل شو .
  ختم _عطاالله – اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته