کابل باختر دلړم يو ويشتمه :
په هلمند ولايت کې دپوځي عملياتو په بهير کې دوسله والو طالبانو دډلې دجنګي وسايلو يوه ډيپو کشف او ددغې ډلې دماين جوړولو يوه کارخانه دړې وړې شوه .
دغه عمليات دکوماندو دځواکونو له خوا دهلمند ولايت دناوې ولسوالۍ په مربوطاتو کې دوسله والو طالبانو دډلې په پټنځي ترسره شوي دي .
دکوماندو دځواکونو يوه وياند دباختراژانس خبريال ته وويل چې په دغو عملياتو کې دوسله والو طالبانو دډلې دجنګي وسايلو يوه ستره ډيپو او ددغې ډلې دماين جوړولو يوه فابريکه ويجاړه شوې ده .
په دې ډيپو کې دماينونو او چاوديدونکو توکو په ګډون په لسګونو جنګي وسايل ترلاسه شوي دي .
0 د یوې دقیقې څخه لږ