امنیت

تبصره

کابل باختر دسلواغۍ دويمه :
دطلوع  تلويزيون دکارکوونکو دسپرلۍ  په موټر د وړم ماښام بريد ، دمطبوعاتو په کورنۍ بريد ، دبيان په ازادۍ  بريد او دخلکو دغږ دغلي کولو په لاره کې حرکت دى چې په هيڅ صورت زموږ  خلکو ته دمنلو وړ نه دى .
دباختراژانس مبصر ليکي : وړم ماښام کابل ديوبل  تروريستي بريد ډګر و .
دغه بريد له نورو تروريستي بريدونو سره توپير لري تروريستانو دا ځلې په قصدي او عمدي ډول دافغانستان  دمطبوعاتو په کورنۍ  بريد وکړ  او ددغې کورنۍ څو تنه غړي چې دطلوع  په تلويزيوني شبکې  پورې يې تړاو درلود ،  شهيدان کړل .
ددغې رسنۍ په کارکوونکو بريد نه شي کيداى ناڅاپي وي ، هغه زړه بوږ نوونکې او دردونکې پيښې چې کابو څلور مياشتې مخکې په کندز کې  رامنځته شوې او طالبانو  په  دغه ښار په خپلې  څو ساعته واکمنۍ  سره ، داسې جنايتونه وکړل چې په انساني قاموس کې ځاى نه لري او داسلام مبين دين هم هغه  مردود بولي ، هغه جنايتونه چې په طالبانو پورې اړوندو وسله والو کسانو په کندز کې  ترسره کړل ، په پراخه توګه په کورنيو او نړيوالو مطبوعاتو کې منعکس شول هغه حرکت چې ددغې تروريستي ډلې له خوا دتاييد وړ ونه ګرځيد  او طالبانو بيا هم په زندۍ کولو ، وحشت او ګواښ چې د هغوى دکار ، عمل او پروګرام اصلي خصلت دى لاس پورې کړ او رسنيو ته يې دښمن  ووايه او دتلې دمياشتې په يو ويشتمه نيټه يې دوه خصوصي  رسنۍ له( طلوع  او يک ) يې خپل پوځي هدفونه وبلل .
سره له دې چې دطالبانو اعلاميه په هغه وخت کې دملي او نړيوالو بنسټونو له خوا په ډيرو سختو الفاظو  سره وغندل شوه خو د وړم ماښام پيښې ثابته کړه چې طالبان له خپلو ناوړو او له  فتنې ډکو غرضونو څخه لاس نه دى اخيستى بلکې خپل ګواښ يې عملي کړ او دمطبوعاتو دکورنۍ داوو تنو غړو په وژلو سره يې افغاني ټولنه غمجنه  کړه .
هغه څه چې طالبانو ترسره کړل ښايي هغوى ته يو وياړلى عمل وي ، خو افغانان  دښځو ،  ماشومانواو دبې دفاع خلکو وژنه وړيا نه بولي او په ښځو ، ماشومانواوبې دفاع خلکو بريد په افغاني قاموس کې يو داسې حرکت بلل کيږي چې له بې غيرتۍ اوبې همتۍ  څخه سرچينه اخلي په داسې حال کې  چې افغانان غيرتي او همتناک  خلک دي چې هيڅکله  خپل لاسونه دبيګناه خلکو په تيره بيا د ښځو او ماشومانو په  وينو ترسره کوي .
دوړم ماښام  پيښې وښودله هغه کسان چې دغه عمل يې کړى دى افغانان نه دي بلکې بهرنيانو ته کار کوي او هلې ځلې  کوي چې په دغه هېوادکې ارزښتونه له منځه يوسي .
په افغانستان کې زموږ خلک وړم ماښام پيښه په انسانيت ،دبيان په ازادۍ او په دموکراسۍ بريدبولي  او يو داسې حرکت بولي چې دخلکو دغږ دغلي کولو لپاره ترسره شوى دى .
په داسې حال کې چې زموږ خلک  به د حقايقو د په ډاګه کولو لپاره  خپل  اوچت غږ دپخوا په شان  لاپسې اوچت وساتي  او دغه شان عملونه چې له بربريت ،تحجر،  عقدې ، ناپوهۍ  اوجهالت  څخه سرچينه اخلي ، مردود بولي  او په يوه غږ تروريستانو ته وايي چې  موږ نه تسلميږو بلکې په اوچت غږ  سره به چې دحق او عدالت څرګندوى دى ، تاسې په ګونډو کړو دهېواد سياسي کارپوهان  په دې ترڅ کې  چې دوړم  ماښام زړه بوږنوونکې او متحجره  پيښه غندي دافغانستان له دولت څخه غواړي  چې دطالبانو له ډلې سره  دسولې او خبرو کرښه چې  دوړم ماښام  ناوړې پيښې  مسووليت يې په غاړه اخيستى دى ، مشخصه کړي ، دوى تينګار کوي چې دوړم ماښام پيښه په تيرو څوارلسو کلونوکې دافغانستان  دخلکو په ډيرو سترو برياليتوبونو بريد دى ، اجازه ورنه کړي چې دغه برياليتوبونه چې دبيان او دپراخ بنسټونو مطبوعاتو ازادي بلل شوې ده  په اوبو لاهو شي .
ديادونې وړ ده چې جمهور رييس غني  په هغه پيغام کې  چې په همدې مناسبت  يې صادر کړى دى ټينګار کړى دى چې دافغانستان حکومت به له هغو ډلو سره چې دخلکو په وژنې لاس پورې کوي دسولې خبرې ونه کړي .
دغه راز اجراييه  رييس ډاکتر عبدالله عبدالله ديوې اعلاميې  په خپرولو سره  ويلي دي چې دهېواد درسنيو په کارکوونکو بريد چې په صداقت ډول او په بې پرې  سره په سختو شرايطو  کې خلکو ته په خبر رسولو بوخت دي د ديوخويو طالبانو او تروريستانو له رښتينې  څيرې  څخه چې په هيڅ  ديني  او دمدني  ارزښت  باور نه لري پرده  پورته کوي .
دغه راز  دجمهوري رياست دملي امنيت سلاکار ويلي دي چې دافغانستان  دولت به په دغه شان وحشيانه عملونوکې ښکيلې  کړۍ هيڅکله  ونه بخښى او له هغوى سره  به دسولې خبرې ونه کړي .
داټول څرګندوي چې تروريستي  ډلې دوړم ماښام پيښې  ته ورته په انساني  ضد پيښو په لاس پورې کولو سره دپخوا په شان له خلکو سره دښمني لري چې نه شو کولاى هغوى وبخښو .
دغه راز دهېوادرسنيو ته لازمه ده چې دوړم ماښام پيښه په يوه غږ وغندي او دطالبانو دخبرونو په تحريمولو او ددغې ډلې د پلويانو په نه  بلنې سره  چې کله ناکله دکارپوه په نامه اويا په نورو القابو سره دتلويزيونونو په پړاو کې شکاره کيږي او ددغې ډلې په دفاع لاس پورې کوي له دغې ډلې سره دمبارزې لاره چې دافغانستان اودهغه دخلکو دښمنه ده غوره کړي او ثابته کړي چې دبيان د ازادۍ مدافعان  دي او دخپلو ديني اوملي ارزښتونو په دفاع کې دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته