کابل باختر د ليندى نهه ويشتمه :
هوسا او کومکي ځواکونه نن په دانګام کې دپاڅون کوونکو مرستې ته ورسيږي .
په هغې جګړه کې چې دکونړ ولايت په دانګام ولسوالۍ کې دوسله والو طالبانو او د افغان ځواکونو ترمنځ ونښته وسله والو طالبانو ته دسردروند زيان واوښت او هوسا اوکومکي ځواکونه له افغان ځواکونوسره يوځاى کيږي .
دکونړ ولايت سرپرست شجاع الملک جلاله دباختراژانس خبريال ته وويل په دانګام ولسوالۍ کې اوس هم دوسله والو طالبانو او دافغان ځواکونو ترمنځ جګړه دوام لري .
دکونړ ولايت دسرپرست دڅرګندونو له مخې دوسله والو طالبانو او دملي اردو دځواکونو ترمنځ دتيرې شپې په نښته کې دښمن ته دسرسخت زيان اوښتى دى .
ديوه اړونده خبرځاى دڅرګندونو له مخې. په دې نښته يو افغان سرتيرى شهيد او درې تنه نور سرتيري ټپيان شوي دي .
خبرځاى زياته کړه، افغان ځواکونه نن دجګړه مارو طالبانو پرخلاف دمبارزې دپراختيا په مقصد ددانګام ولسوالۍ له پاڅون کوونکو او له امنيتي ځواکونو سره دمرستې لپاره استول کيږي .
شجاع الملک جلاله وويل . افغان ځواکونو دامنيتي ځواکونو په مرسته وکولاى شول ددانګام ولسوالۍ دمرکز او دهغې سيمې ترمنځ لارو کې لوړې ستراتيژيکي سيمې ونيسي چې خلکو پاڅون کړى دى .
دغه سيمه ددانګام ولسوالۍ له مرکز څخه اته کيلومتره واټن لري .
0 1 دقیقه لوستل