-غزني/ باختردوږي دويمه :
دغزني والي دوسله والو طالبانو له خوا ددغه ولايت دزنه خان ولسوالۍ نيول کيدل رد کړل .
دغزني والي انجنير عبدالکريم متين څو شيبې مخکې په يوه خبري کنفرانس کې وويل چې تېره شپه په زنه خان ولسوالۍ کې د امنيتي او دفاعي ځواکونو او د وسله والو طالبانو ترمنځ سخته جګړه ونښته چې له امله يې پنځه تنه وسله وال مخالفان ووژل شول او اووه تنه نوريې ټپيان شول .
دغزني والي زياته کړه: وسله والوطالبانو غوښتل چې د زنه خان ولسوالۍ ونيسي ، خو له ماتې سره مخامخ شول .
ده زياته کړه چې د دښمن له خوا يو توغول شوى توغندى د وسلو په يوې ډيپو ولګيد چې د اور لګيدنې سبب شو .
د غزني والي وويل چې په زنه خان ولسوالۍ کې حالت اوس د پوځيانو تر ادارې لاندې دى. مخکې له دې د غزني د ولايتي شورا سرپرست او منشي حسن رضا يوسفي د باختر آژانس له سيمه ئيز خبريال سره په خبروکې د وسله والو طالبانو له خوا د زنه خان ولسوالۍ د نيول کيدو خبر ورکړى و .
يوسفي ويلې و چې په زنه خان ولسوالۍ د طالبانو په بريدکې دپوليسو درې ټانکونه او يورنجر موټر د وسله والو طالبانو لاس ته ورغلي و او هغه څلور امنيتي پوستې چې د ولسوالۍ په لاره کې پرتې وې، د زنه خان ولسوالۍ له وډانۍ سره د مخالفانو له خوا اور واچول شو او يوه اندازه وسله او مهمات هم دښمن له ځان سره وړي دي .
0 1 دقیقه لوستل