کابل / باختر/ د وږي١٧ مه
طالبانو په پکتيا کې ٦ تښتول شوي خبريالان نن آزاد کړل.
د باختر آژانس د سيمه ييز خبريال د خبرله مخې: د پکتيا سيمه ييز مسوولين وايي چې طالبانو هغه شپږ سيمه ييز خبريالان چې په دغه ولايت کې يې تښتولي وو، آزاد کړل.
وسله والو طالبانو د پکتيا دغه شپږ سيمه ييز خبريالان د جمعې ورځې په مازيګر د دغه ولايت د زرملې ولسوالۍ له سرکي سيمې څخه تښتولي وو.
پاى ذ
0 د یوې دقیقې څخه لږ