امنیت

پنځه تنه وسله وال طالبان ووژل شول

کابل باختر دکب څوارلسمه :
امنيتي ځواکونو په تيرو څليرويشتو ساعتوکې د چاڼيزو عملياتو په بهيرکې پنځه تنه وسله وال طالبان ووژل.
دکورنيو چارو وزارت د ويندوى  مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ: امنيتي ځواکونو د بغلان، قندهار، بلخ، ميدان وردګو او د فراه د ولايتونو په مربوطاتوکې چاڼيز عمليات ترسره کړل چې له امله يې پنځه تنه وسله وال طالبان ووژل شول؛ درې تنه ټپيان او نهه تنه نور ونيول شول .
په دغو عملياتوکې يوه اندازه سپک او درانده جنګي وسايل هم دامنيتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي .
دغه راز دملي پوليسو ځواکونو دقندهار، ارزګان، پکتيا، فراه او د هرات د ولايتونوپه مربوطاتوکې د وسله والومخالفينو له خوا پنځلس ښخ کړى شوي ماينونه کشف او شنډ کړي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته