کابل باختر دمرغومي دمياشتې ٢ :
د ملا حمزه په مشرۍ درې تنه وسله وال مخالفين نن په پروان ولايت کې د سولې له بهير سره يوځاى شول .
د پروان ولايت دامنيې قوماندانۍ دعامه اړيکو مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ: دغه وسله وال مخالفين د پروان ولايت دشينوارى ولسوالۍ دامنيې قوماندانۍ د منسوبينو دهلوځلو په نتيجه کې د سولې له بهيرسره يوځاى شول.
خبرځاى وويل: دغو کسانو چې پخوا يې د غوربند درې په مربوطاتو کې د ملاحمزه په مشرۍ فعاليت کاوه؛ دملي روغې جوړې دحقانيت په پوهيدو سره له وسلو سره يې له دولت سره يوځاى شول .
ده زياته کړه: دغو کسانو خپلې وسلې هم دولت ته وسپارلې .
0 د یوې دقیقې څخه لږ