سیاست

د پکتیا ولایت مشرانوله جمهوررئیس کرزي سره په کتنه کې خپلې ستونزې مطرح کړې

کابل_باختر د وري دمياشتې١٢مه:
د پکتیا ولایت یو شمېر مشرانو، دیني عالمانو او مخورو د افغانستان له جمهوررئیس حامدکرزي سره په کتنه کې د روغتیا، پوهنې، برېښنا او سړکونو په برخه کې خپلې سیمه ایزې ستونزې مطرح کړې.
د جمهوري رياست مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبرورکړ: 
په دې کتنه کې چې نن له غرمې مخکې په ارګ کې ترسره شوه، مولوي خلیل الله فیروزي او سناتور باز محمد زرمتي د نورو په استازیتوب خبرې وکړې .
دوی د پکتیا په ولایت کې د اوبو او برېښنا د بندونو او کاریزونو د جوړیدو، له دویمې درجې څخه لومړۍ درجې ته د پکتیا ولایت د لوړیدو، د دغه ولایت د ولایتي روغتون د پراختیا او د ګردیزـ زرمت  پر حلقوي سړک باندې د کار د بیا پیلېدو غوښتنه وکړه.
سناتور بازمحمد په تیرو کلونوکې په بېلابېلو برخوکې  ترسره شویو کارونو، په ځانګړي ډول د افغانانو ترمنځ د ملي یووالي ټینګښت ته په اشارې سره په دې باندې ټینګار وکړ چې د هېواد راتلونکی جمهوررئیس باید داسې یو شخص وي چې د افغانستان د بېلابېلو قومونو ترمنځ ملي وحدت او اتفاق لا پیاوړی کړی.
جمهوررئیس حامدکرزي د پکتیا ولایت د خلکو د ستونزو او غوښتنو له اوریدو وروسته هغوی ته ډاډ ورکړ چې د دوی ستونزې او غوښتنې به د دوی د استازو په حضورکې د کابینې په راتلونکې غونډه کې وڅیړل شي او د حل لپاره به یې لازم اقدامات ترسره شي.
جمهوررئیس د پکتیا پر مشرانو  ټینګار وکړ چې ښځې او نارینه د روان کال د وري د ۱۶ نېټې په انتخاباتوکې په پراخه توګه ګډون وکړیء او د خپلې خوښې وړ کاندید ته رایه ورکړیء تر څو په دغه ملي او ولسواک بهیرکې د افغانانو د ګډون کولو له لارې افغانستان لا پیاوړی شي.
په دغه غونډه کې د پکتیا والي جمعه خان همدرد هم ګډون کړی و. #

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته