فرهنګ

ګډه رسانه يې غونډه جوړه شوه

کابل باختر دوري   يو ويشتمه

  داطلاعاتو اوفرهنګ دوزير  ډاکتر سيدمخدوم رهين په نوښت نن دوسله وال پوځ او دبهرنيوچارو وزارت دمطبوعاتي مسوولينو او ددولتي اوخصوصي رسنيو دچارواکو په ګډون يوه غونډه جوړه شوه .

 دباختر اژانس دخبر له مخې  ددغي غونډې په پيل کې  ډاکتر رهين دملي يو والي د ټينګښت اودملي ګټو درعايتولو  داړتيا  په باب خبري وکړې او وي ويل

 نننۍ غونډه  دتصويري  اوريدونکو اوچاپي رسنيو او دوسله وال پوځ  دويندويانو ترمنځ  د تفاهم  دپياوړتيا په مقصد  ،   په داسي پړاوکې  چې  موږ  ټول  له بل هر وخت څخه زيات  تفاهم  او پيوستون ته اړتيا لرو  ، جوړه شوي ده .

  له لسوکلونو راپديخوا  داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت پاليسې همدغه ده چې خبر رسول  په ټولنه کې  په داسي ډول وي  چې هيڅوک ونه کړي شي  کوم شي له ملت څخه پټ کړي . که چيري  دولتي تلويزيون او دولتي ورځپاڼې  وغواړي  پټ کړي  نور تلويزيونونه او رسني  هغه  په ډاګه کوي .

  نن ورځ  له نيکه مرغه  ددغه وزارت  هراړخيزي هلې ځلې  دافغانستان په هيڅ يوګوټ کې  نشي  کيداي  هيڅ واقعيت  دخلکو له سترګو څخه  پټ پاتي شي  البته  ستاسو درسنيو دشتون په برکت  دي  په دي سبب  موږ بايد دبيان دازادي  دلازيات  پراخ بنسټه کيدو په لاره کې  هڅه اوهاند وکړو او ددي تر څنګ  په دغو  نازکو شرايطو کې  او په لرځندو  مواردو کې موږ بايد  دملي  مصالحو ، ملي ګټو او دملي يو والي  ارزښت  احساس کړو او په خپلو خپرونوکي يي  په پام کې  ولرو .

   په دې غونډه کې دملي امنيت دلوى رياست ويندوى  لطف الله مشعل ، دکورنيوچارووزارت ويندوى  محمدصديق صديقي  ،  د ملي دفاع وزارت  دويندوى مرستيال  جنرال دولت  وزيري ، او دبهرنيوچارووزارت   دويندوى مرستيال  فرامرز  تمنا  يو لړ هغه نواقص  چې  دځينو  تصويري  اوچاپي رسنيو  په نشراتي پروګرامونوکې  شته  طرحه کړل او دهغو رسنيو شتون  يي  چي دګاوڼديانو دګټو تر مستقيمي اغيزي لاندي  په ملي ضد خپرونو  لاس پوري کوي  دخواشينۍ وړ وباله .   په دي  غونډه کې د تصويري او ريدونکو  او چاپي رسنيو  مسوولينو  او استازو   دوسله وال پوځ  له ويندويانو او  له جګپوړو  دولتي چارواکو څخه  دلومړي لاس  اطلاعاتو  دترلاسه کولو  په خاطر  خپلي يو لړ ستونزي طرحه کړي  او غوښتنه يي وکړه  چې  داطلاعاتو دترلاسه کولو په خاطر دي  له ويندويانو سره  داړيکو دتامينولو  او لاسبري په برخه کې  زمينه اسانه شي . 

  دوي  ددغه شان  غوندي  دجوړولو په خاطر  داطلاعاتو اوفرهنګ له وزارت څخه دقدردانۍ په ترڅ کې  درسنيو دفعاليت  دښه والي او د خبريالي اصولو ته  دپاملرني  او دهيواد دملي ګټو دساتنې په مقصد  خپلي نظريي هم  څرګندي کړي

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته