امنیت

له شپیتوڅخه زیات لوی او واړه کلي دوسله والومخالفینوله شتون څخه په بشپړه توګه پاک شوي دي.

چپرهار- کابل/باختر/ د غويي د میاشتې ۱٤
دننګرهارولایت دچپرهارولسوالۍ په اړونده سیموکی د۲۰۱ سیلاب قول اردو څلورمی پلی لوا قوماندانی په مشرۍ دنورو امنیتی ځواکونو په ګډون دموج سیلاب (۴) نمبر(۳) په نامه ګډ جګړه ئیز او چاڼیزعملیات دتوپچی او هوایی قواوو په ملاتړ د ډاډمن امنیت رامنځ ته کولو او ښه حکومتوالۍ په موخــه پیل شوي وو.
چی دعملیاتوپه پایله کی دچپرهارولسوالۍ له (۶۰) څخه زیات لوی او واړه کلي دوسله والومخالفینوله شتون څخه په بشپړه توګه پاک شوي دي.
دعملیاتوپه بهير کی (۴) تنه وسله وال طالبان له (۴)کلاشینکوفونو او(۱) تن داعش له (۱)سراچه موټرسره یوځای دامنیتی ځواکونوله خوانیول شوي دي.
همداراز دتصفیه اولټونې پرمهال (۱۰۲) کلچی تریاک زروڅخه زیاتی دسپکو اودرنووسلومرمۍ او یوه اندازه نظامی تجهیزات دامنیتی ځواکونولاسته ورغلي دي.
دیادونی وړده چی دعملیاتوددوام په ترڅ کی(۲۱)ماینونه چی وسله والومخالفینوله خوا دورانکاری په موخه ځای پرځای شوی وو له نیکه مرغه مخکی له چاودنی دڅلورمی پلی لوا دماین پاکونی ټیمونوله خواکشف اوشنډشوي دي.پاى- سعيده

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته