نړۍ

دهندوستان په امنيتي حالت دعراق دبحران اغيزه

نوي ډيلى ايرنا  باختر د چنګاښ دمياشتې ١٨ :
دنوي ډيلي  دايشن اچ   ورځپاڼې   په خپلې وروستۍ ګڼه کې دهندوستان په امنيتي حالت د عراق دبحران داغيزې په باره کې وليکل  چې ښايي  دعراق بحران  په هند کې دتروريستي عملياتو   دزياتوالي سبب شي .
ددغې ورځپاڼې په ليکنه  :  دهند داطلاعاتو دسازمان بهرنۍ څانګې  په هند کې
دخليج د حوزې دهيوادونو په سياسي نمايندګيو  دبريدونو په ترسره کولو کې 
دلښکرطيبه په ګډون  د عراق  له بحران څخه دپاکستاني افراطي ډلو د ګټې اخيستنې دامکان په باب دنوي ډيلي حکومت ته يو محرمانه رپوټ ورکړى دى .
په دې رپوټ کې  په هند کې  دافراطي ډلو دفعاليت داحتمال له امله دانديښنې دڅرګنديدو په ترڅ   کې  په دغه هېواد کې دسياسي نمايندګيو دشاوخوا ساحو  دامنيتي تدبيرونو دلازياتې پراختيا غوښتنه شوې ده.
هند له زياتې مودې را په دې خوا په پاکستان  دافراطي او تروريستي ډلو دملاتړ تور لګوي خو داسلام آباد رسمي مقاماتو تل دغه تورونه رد کړي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته