فرهنګ

د ترکيې خبري آژانس اناتوليه او باختر آژانس له يو بل سره همکاري کوي

کابل باختر دغبرګولي دمياشتې  ٨ :
د ترکيې خبري آژانس (اناتوليه) په دوو برخوکې له باختر آژانس سره همکارۍ ته           چمتو دى.
د باختر آژانس د خبرله مخې :
د ترکيې د خبري آژانس اناتوليې هيئت چې د خصوصي او دولتي رسنيو له کارکوونکو سره  د کتنې په موخه  کابل ته راغلى دى، نن دباختر آژانس له رئيس خليل (مينوي) سره په کتنه کې ژمنه وکړه چې دوى چمتو دي چې په ترکيه کې د باختر آژانس د کارکوونکو د مسلکي روزنې فرصتونه برابر کړي او هم په تخنيکي برخوکې له باختر آژانس سره مرسته وکړي.
دواړو لورو دغه راز د دواړو هېوادونو د دولتي خبري آژانسونو ترمنځ د اطلاعاتو د راکړې ورکړې په باب خبرې وکړې او څرګنده يې کړه چې د دغې همکارۍ زمينه به د دوه اړخيز تفاهم ليک له لاسليک وروسته برابره شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته