سیاست

جمهوررئیس کرزي د سریلانکا له جمهوررئیس سره ټلیفوني خبرې وکړې

کابل_باختر د کب دمياشتې ٤ مه:
د افغانستان جمهوررئیس حامدکرزي نن مازیګر د سریلانکا له جمهوررئیس مهیندا راجاپاسکا سره ټلیفوني خبرې وکړې.
د جمهوري رياست مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبرورکړ:
جمهوررئیس کرزي په دغه ټلیفوني اړیکه کې د سریلانکا له جمهوررئیس ښاغلي مهیندا راجاپاسکا سره هغه  هېواد ته د خپل ننني رسمي سفر د ځنډیدو په باب خبرې وکړې.
جمهوررئیس وویل چې د هېواد حالاتو ته په کتو سره، په خاصه توګه د افغانستان د دښمنانو لخوا د ملي اردو د ۱۹ تنو سرتیرو د وژل کېدو د وروستۍ  پیښې د رامنځته کېدو له امله  یې سریلانکا ته خپل نننی سفر وځنډاوه.
په دغو ټلیفوني خبروکې دواړو لورو موافقه وکړه چې د دواړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزارتونه به د دغه سفر لپاره په راتلوونکې کې یوه نېټه وټاکي.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته