امنیت

څه دپاسه ۱۰۰ تنه طالبان په غزنې کي ووژل شول

کابل/باختر/ د غبرګولي د مياشتې ۱۲ مه څه دپاسه ۱۰۰ تنه وسله وال طالبان تېره شپه په غزني ولايت کې د ناتو په هوايي بريد کې ووژل شول . د غزني د والي وياند عارف نوري دباختر آژانس خبريال ته وويل: د وسله والو طالبانو ۱۰۰ کسيزه سره قطعه د امنيتي ځواکونو له يوه کمين سره مخامخه شوه چې امنيتي ځواکونو د ناتو د هوايي ځواکونو په ملاتړ د عبدالله ګل، ليونې بازار او د بلوک او د هغه په شاوخوا سيموکې د وسله والو طالبانو د سرې قطعې ۱۰۰ تنه ډاراچوونکي ووژل چې مړي يې تر اوسه پورې د جګړې په ډګرکې پاتې دي او د هغوى جنګي وسايل هم د امنيتي ځواکونو لاسته ورغلي دي. ويل کېږي په وژل شويو کسانو کې د حاجي اسد، په ابودجانه مشهور عتيق الله او په ملا شريف مشهورملاخليل په ګډون دوسله والو طالبانومشهور قوماندانان هم شامل دي. پاى ج ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته