ښوونه او روزنه

په باميانو ولايت کې د دريو ښوونځيو ودانۍ پرانستلې شوې

کابل- باختر د ثور دمياشتې ١٥ د باميانو ولايت په مرکز پورې اړونده د نجونو د سرخ د ليسې د ورس ولسوالۍ د پستکور د منځني ښوونځي او د پنجاب ولسوالۍ د زردسنګ د هلکانو د ليسې نوې ودانۍ پرون ددغه ولايت د پوهنې د رييس له خوا ګټې اخستنې ته وسپارل شوې . د باختر آژانس دخبريال دخبرله مخې: دسرخ دنجونو دليسې ودانۍ دجاپان د دولت په مالي مرسته د ٥١٥ زرو امريکا ډالرو په ټول مالي لګښت په يوه پوړکې په يوه کال کې جوړه شوې ده چې دولس درسي خونې ، څلور اداري خونې، د څښاک د اوبو يوه څاه او نور ضروري ملحقات لري. د پستکور دمنځني ښوونځي ودانۍ هم د جاپان د دولت په مالي مرسته د ٤٢٧ زره ډالرو په لګښت په پاخه او اساسي ډول په يوه کال کې جوړه شوې ده چې لس درسي خونې څلور اداري خونې، د څښاک د اوبو يوه څاه او نور ضروري ملحقات لري. دغه راز د زرد سنګ د هلکانو د ليسې ودانۍ د جاپان هيواد په مالي مرسته په يوه کال کې جوړه شوې ده چې دولس درسي خونې ،څلور اداري خونې،د څښاک د اوبو يوه څاه او نور ضروري ملحقات لري. ددغو ښوونځيو د نويو ودانيو په جوړولو سره ددغه ښوونځيو په زرګونو تنو زده کوونکو ته د ليک لوست د زده کړې ښه زمينه برابره شوه.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته