امنیت

نهه تنه وسله وال طالبان ووژل شول.

کابل – باختر دکب دمياشتې ٢٧
امنيتي ځواکونو په تيرو څليرويشتو ساعتو کې دامنيتي فعاليتونو په بهير کې نهه تنه وسله وال طالبان ووژل.
دکورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ: امنيتي ځواکونو دلغمان ، بغلان ، پکتيکا ،فراه او دهلمند دولايتونو په مربوطاتو کې يو لړ چاڼيز عمليات ترسره کړل چې له امله يې نهه تنه وسله وال طالبان ووژل شول ، پنځه تنه ټپيان او درې تنه نوريې ونيول شول .
په دغو فعاليتونو کې يوه اندازه مهمات او چاوديدونکي توکي هم ترلاسه شوي دي .دغه راز دملي پوليسو ځواکونو دوه ماينونه چې د وسله والو طالبانو له خوا د زابل ولايت په مربوطاتو کې ښخ کړى شوي وو کشف او شنډ کړل.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته