ټولنه

دهېواد دشمال دپنځو ولايتونو دښځو دځواکمن کولو لومړى سمپوزيم پرون په بلخ کې پرانستل شو .

کابل باختر د ثور څلورمه :
دهېواد دشمال دپنځو ولايتونو دښځو دځواکمن کولو لومړى سمپوزيم  پرون په بلخ کې پرانستل شو .
په هغې غونډه کې چې له همدې امله جوړه شوې وه  لومړى  برخه وال  په بلخ  ولايت کې په ٢٠٩ شاهين قول اردو کې دوروستي  پيښې  دشهيدانو  دوينې او دملي ماتم په درناوي ديوې دقيقې  لپاره  ودريدل او چوپتايې  غوره کړه .
په دې غونډه کې دښځو دچارو وزارت معينې  نبيلا مصلح  دهېواد په شمال زون کې دښځو دځواکمن کولو دسمپوزيم  موخه په باالفعل  دباالقوه استعدادونو بدلون ، دحکومت په جوړښت  کې  دښځو زيات فرصتونه او ونډه له بيوزلي او احتياط  څخه دښځو خلاصون او دټولنې په بيلابيلو برخوکې دښځو دمشارکت پياوړتيا وبلله او زياته يې کړه چې دغه پروګرام دتيرکال دهغه سمپوزيم  دوام دى چې دهېواد دلومړى  ميرمنې په نوښت په کابل کې جوړ شوى و او ددريو ورځو لپاره په مزارشريف ښار کې جوړ شوى دى .
دبلخ والي عطامحمد نور په خپلو خبرو کې په بلخ ولايت کې  د ٢٠٩ شاهين قول اردو دقوماندانۍ په مرکز دوسله والو طالبانو دډلې  بريد دبې دينواو کثيفو انسانانو کار وباله او ددغې پيښې  په غندلو سره يې دشهيدانو د وينې په غچ  اخستنې باندې ټينګار وکړ او ويې ويل چې ډار اچوونکي په هرځاى کې چې سرونه يې پورته کړي دي ځپل شوي او داځل به هم دشهيدانو دوينې غچ واخلو .
دبلخ والي په دغه ولايت کې په بيلابيلو برخو کې دښځو دفرصتونو او پرمختګونو خبر ورکړ او ويې ويل  په بلخ کې  دښځو مشارکت  ټولو ته څرګند دى او ښځې په بيلابيلو کچو کې کارنده او ديادونې وړ شتون لري .
دبلخ والي دحکومت مشرتابه ته دولايتونو او دښارواليو دمرستيالانو په پستونوکې دښځو دشتون او مشارکت  وړانديز وکړ .
داجراييه رياست لومړى  مرستيال انجنير محمد خان ښځې دټولنې نيمايي  انکار نه منوونکي وګړي وبلل او ويې  ويل چې ښځې داسلام دمبين دين او قران  عظيم الشان له نظره خاص مقام او نارينه وو سره برابر حقوق لري .
له همدې امله دې ته اړتيا ده چې دښځو دستونزو جرړې په دقيقه توګه پيدا شي او دهغو دله منځه وړلو او حل کولو په لاره کې  مناسب کارونه په پام کې ونيول شي .
ميرمن رولا غني  هم دليکلي پيغام په ترڅ کې دشاهين قول اردو دشهيدانو له کورنيو سره غمشريکي وکړه او دغه بريد يې غير انساني او غير اسلامي وباله او ديوه تصويري پيغام په خپرولو سره يې ددغه سمپوزيم  دجوړولو له امله دهېواد ټولو ښځو ته مبارکي وويله او داکار يې په خپلو پښو  د ښځو ددريدو لپاره ګټور وباله او حکومت يې دښځو په سلو کې دپنځوسو په ونډې  ژمن وباله او دښځو په ښوونې او روزنې باندې يې ټينګاروکړ .
دهېواد دښځو دچارو وزيرې ميرمن دلبر نظري  دخبرو په ترڅ کې له ټولو ځوريدلو کورنيو سره دښځو دچارو وزارت درهبري په همدردۍ  سره په بلخ کې دشاهين قول اردو په قرارګاه  وروستي بريد په کلکه وغانده او دافغانستان دشمال په ولايتونو کې يې دښځو دځواکمن کولو دسمپوزيم  دجوړولو ارزښت  ته اشاره وکړه او ويې ويل:  په تيرو څوکلونو کې په هېواد کې  دښځو دځواکمن کولو لپاره له هلوځلو او دزياتو پيسو له لګولو سره سره لاتراوسه پورې هم دهېواد په مرکز او ولايتونو اوپه لرې پرتو سيموکې دهېواد ښځې له زياتو ستونزو سره مخامخې دي .
ميرمن نظري په حکومت کې دښځو اوسنى شتون کافي ونه باله او دهغوى په  زياتې ونډې باندې يې ټينګار وکړ .
په کابل کې دناروي سفير په خپلو خبرو کې دښځو دمشارکت  او دهغوى  دچلنجونو دپيژندنې لپاره دحکومت ددغه غوره اقدام له امله خوښي څرګنده کړه او دښځو دلازيات  ځواکمن  کولو لپاره يې له حکومت اودښځو دچارو له وزارت سره دلازياتو همکاريو ژمنه وکړه .
دسرپل والي محمد ظاهر وحدت  په ټولنه کې دښځو نه شتون او ناوړه حالت او دسرپل دسيمه ئيز حکومت او په تيره بيا دپوهنې دبرخې جوړښت ډيرې  جدي ستونزې وبللې او ويې ويل  چې دولت په تيرو پنځلسو کلونوکې په دغه ولايت کې ښځو ته هيڅ کار نه دى کړى او آن په ښوونځيو کې ښځينه ښوونکي نشته اوخلک خپلې لوڼې نارينه ښوونکو ته نه ليږي  او دښار په مرکز کې له کم شمير ښځو او نجونو له شتون پرته بله  خبره نشته .
  په دې غونډه کې دښځو دځواکمن کولو دسمپوزيم  تنديسونه دبلخ والي ، په کابل کې دناروي سفير او اجراييه رياست ته ورکړى شول .
دښځو دځواکمن کولو سمپوزيم  په بيلابيلو پروګرامونوسره دنورو دوو ورځو لپاره دهېواد دشمال له پنځو ولايتونو څخه دشلو تنو ښځو په ګډون په مزارشريف  ښار کې دوام لري او له پراخو خبرو اترو وروسته به په  دې  برخه کې يوپريکړه ليک  هم صادر شي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته