کابل باختر د سلواغې د مياشتې ٢١ :
د طالبانو ډلې د پاکستان د ناسمواطلاعاتو له مخې د قندهار د والي په ميلمستون مرګانى بريد ترسره کړ.
يو دولتي خبرځاى چې ويې نه غوښتل نوم يې واخيستل شي د پژواک خبري آژانس ته ويلي پاکستان د دې لپاره چې طالبان د قندهار د والي په ميلمستون دتروريستي بريد لپاره وهڅوي دغې ډلې ته يې ناسم اطلاعات ورکړي دي.
د قندهار د والي په ميلمستون کې په مرګاني بم ايښودنه کې د والي دمرستيال او دمتحده اماراتودپنځو تنو ديپلوماتانو په ګــــډون ١٢تنه ووژل شول او دقندهارد والي اوداماراتو د سفيرپه ګډون څه ناڅه شپاړلس تنه نورټپيان شول.
ويل کيږي بم د والي دميلمستون په يوه کوچ کې ځاى پرځاى شوى و.
دغه دولتي خبرځاى ويلي دي چې پاکستان طالبانو ته ويلي و چې په دې غونډه کې دافغانستان دجنوب جګپوړي پوځي مقامات ګډون کوي او دغه ډله د دغو مقاماتو په وژنې سره په آسانۍ او ژر ممکنه فرصت سره کولاى شي
دهلمند ولايت ته سقوط ورکړي.
دا په داسې حال کې ده چې په دې غونډه کې د افغانستان دجنوب جګپوړي پوځي مقامات نه بلکې دعربي متحده اماراتو ديپلوماتانو ګډون درلود.
0 1 دقیقه لوستل