ټولنه

په بغلان کې ددريو ولسواليو اوسيدونکي دبريښنا خاوندان شول .

کابل باختر دوږي  دوه ويشتمه :
د بغلان ولايت دوارداتي بريښنا دليږدونې په تګلوري کې د ولسواليواوسيدونکو دبريښنا له نعمت څخه ګټه واخسته .
دخنجان ولسوال لطف الله  هاتفي په خپلو خبرو کې دباختراژانس خبريال ته وويل چې دخنجانو ، دوشي او مرکزي بغلان په ولسواليو کې  دوارداتي بريښنا تمديد دامنيت په تامينولو او دخلکو داقتصادي حالت په ښه والي کې اساسي رول لري .   دخنجانو يوه اوسيدونکي عبداللطيف  بريښنا ته دخلکو لاس رسۍ  يو ضرورت وباله  او په دې ولسوالۍ کې يې ددايمي بريښنا له تمديدولو  څخه خوښي څرګنده کړه
  ده وويل دبريښنا تمديد دعامه ذهنونو په روښانولو او خلکو  ته دټولې اسانتياوې  په برابرولو اغيزمن دى .
ددوشي ولسوالۍ دمرکز اوسيدونکي هم په دغې ولسوالۍ کې دبريښنا  له تمديدولو څخه خوښي  څرګنده کړه او ويې ويل:  سره له دې  چې په دغه ولايت کې  اومه توکي زيات دي خوبايد کوچني فابريکې جوړې شي چې خلکو ته دکار زمينه برابره شي .،
دغوري دبريښنا فني  مرستيال عبدالولي وايي دشهاب الدين او ډنډ غوري دساحو وارداتي بريښنا دناامنيو په خاطر نه ده تيره شوې او دامنيت دتامينولو په صورت کې به ددغوسيمو اوسيدونکي هم دبريښنا خاوندان شي .
  ختم_ شکريه _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته