ټولنه

په يوه ترافيکي پيښه کې يو تن ووژل شو او شپږ تنه نور ټپيان شول .

کابل باختر د وري  اوومه
  په سمنګانو ولايت کې پرون دترافيکي پيښې له امله يو تن ووژل شو او شپږ تنه نور ټپيان شول .
دسمنګانو ولايت دترافيکو آمر څارمن عبدالرزاق  باختر اژانس ته وويل دغه پيښه هغه وخت رامنځته شوه چې يو کرولا موټر ددغه ولايت دحضرت سلطان ولسوالۍ په مربوطاتوکې له واټ څخه واوښت اوچپه شو.
ده ددغې پيښې علت دموټر چلوونکي  بي احتياطي  اوګړندي تګ وباله او وي ويل چې په دې پيښه کې يو تن ووژل شو او شپږ تنه نور ټپيان شول .
دده دڅرګندونو له مخې وژل شوي سړى او ټپيان ټول د يوې کورنۍ غړي دي .
په همدي حال کې دسمنګانو دولايتي روغتون عاجل  نوکريوال  ډاکتر  فياض وويل چې په دې پيښه کې  يو سپين ږيري وژل شوي دي او دوه تنه نارينه  ، دوه ښځي او دوه ماشومان چې دفراه ولايت اصلي اوسيدونکي دي او دمزارشريف  ښار  ته يي دسفر نيت درلود ټپيان شوي دي .

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته