اقتصاد

دخاص ارزګان ولسوالۍ يوشمير مشرانو او مخورو دجمهوررييس له مرستيال محمدکريم خليلي سره وکتل.

دخاص  ارزګان ولسوالۍ يوشمير مشرانو او مخورو دجمهوررييس له مرستيال محمدکريم خليلي سره وکتل.

د جمهوري رياست مطبوعاتي دفتر دباختر اطلاعاتي اژانس ته خبرورکړ.

په دې کتنه کې دوي ددولت له مشرتابه څخه وغوښتل چې په دي سيمه کې دامنيت دټينګښت اودسيمه ييزو شخړو دحل کولو په لاره کې پاملرنه وکړي او ددغو دهدفونو دترسره کولو په خاطر له وګړني ځواک څخه کار واخلي.

دکتنې برخه والو  ددغې سيمي داوسيدونکو ترمنځ يو والې ، ورورولۍ  او سوله ييز ګډ ژوند ارزښتناک وبلل او هيله يې وکړه چې دولت دلازمو تدبيرونو په نيولو سره په دې سيمه کې ناامنيو اوبدامنيو مخه ونيسي .

دوي دغه راز په دې ولسوالۍ کې  دپرمختيايي   پروژو داجراکولو  غوښتنه وکړه او څرگنده يې کړه چې تراوسه پوري  په دې برخه کې دمرکز اوسيمه ييزي اداري له خوا لازم اقدامات نه دي شوي  .

د جمهوررييس مرستيال  دخاص ارزګان له مشرانو او اوسيدونکوسره دکتنې له امله  خوښي څرگنده کړه او ددوى پيشنهادونو او غوښتنو څيړنه يې د دولت دندي وبللي .

د جمهوررييس  مرستيال دامنيت په تامينولو  اودپياروغونې دپروګرامونو په اجراکولو کې دخلکو مشارکت مهم وباله  او ددوي ترمنځ يې  داخوت او ورورولۍ په ساتلو ټينګار وکړ.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته