ټولنه

په هرات ولايت کې دوروستيو ترافيکي پيښو له امله پنځه تنه وژل شوي او درې سوه تنه نور ټپيان شوي دي .

کابل باختر د زمري  دريمه :
په هرات ولايت کې  دتيرو دريو اوونيو په بهير  دترافيکي  پيښو له امله  پنځه تنه وژل شوي او درې سوه تنه نور ټپيان شوي دي .
  دهرات دحوزوي روغتون اداري مدير محمد رفيق  شيرزي وايي هره ورځ يوزيات شمير هېوادوال په ترافيکي پيښو کې ټپيان کيږي .
  ده دترافيکي پيښو عمده علت دچلوونکوبې  احتياطي  او په ترافيکي  قوانينو اومقرراتو نه پوهاوي وباله . اوزياته يې کړه دوروستيو دريو اوونيو په بهير کې  دهرات څه دپاسه  درې سوه تنه اوسيدونکي  دترافيکي پيښو له امله ټپيان او پنځه  تنه نور وژل شوي دي .
دهرات دحوزي روغتون  دعاجلې څانګې مسوول عزيز الرحمان جامي هم دترافيکي پيښو  علت  موټر چلونې په فرهنګ دښاريانو نه پوهاوي وباله او ويې ويل زياتره  دغه پيښې دموټرسايکل سپرو ځوانانو او تنکيو ځوانانو له خوا رامنځته کيږي .  

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته