سیاست

جمهوررئیس غني : موږ باید په عمل کې د غازي امان الله خان قدر وکړو او د نوموړي د دورې له مثبتو او ناکامو تجربو څخه واضح درسونه واخلو

١- کابل باختر دزمري دمياشتې ٢٩ نيټه :                                                    

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني پرون له غرمې  وروسته په دارالامان ماڼۍ کې چې د خپلواکۍ د بنسټګر اعلیحضرت غازي امان‌الله خان څخه په مېراث پاتې ده د هېواد د خپلواکۍ د بیا اخیستو د ۹۹یمې کالیزې د نمانځنې په مراسمو کې ګډون او وینا وکړه.                                 

دجمهورر ئيس دوياند مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته  خبر ورکړ: جمهوررئیس غني ته د دارالامان ماڼۍ د بېلابېلو ترمیم شویو ساختمانونو د لیدنې پرمهال د یادې ماڼۍ تخنیکي ټیم  معلومات ورکړل.      وروسته  جمهوررئیس  د  خپلواکۍ  پرتمینو مراسمو کې وینا وکړه او د هېواد  د خپلواکۍ د بیا اخیستو د ۹۹یمې کلیزې د مبارکۍ ترڅنګ یې وویل، د دې تاریخي ورځې نمانځنه د ملي یووالي د ټېنګښت او د تحول اوغوره راتلونکي لپاره د تعهد د تازه کولو لپاره یو فرصت دی.جمهوررئیس زیاته کړه: هیله لرم د هېواد  د  خپلواکۍ  په نهضت کې نغښتي                                                   ارزښتونه زموږ په ګران هېواد کې د ملي یووالي، هوساینې، سولې   او ثبات د ټېنګښت لپاره د الهام همېشنۍ منبع  وي. د هېواد جمهوررئیس په موعود روزنیز مرکز او غزني کې پر وروستیو تروریستي پېښو خواشیني وښوده اود دغو پېښو د شهیدانو ترڅنګ یې د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو د شهیدانو روح ته د دعا ترڅنګ وویل:هیله لرم د لوی اختردمبارکو ورځوپه برکت زموږ په ګران هېواد کې تلپاتې سوله او ثبات راشي.جمهوررئیس غني څرګنده کړه، د هېواد د خپلواکۍ ورځ نن په داسې حال کې نمانځو چې د دارالامان ماڼۍ خلکو ته ډالۍ کوو، د ویاړ ځای دی چې د دارالامان ماڼۍ د افغانانود پیسو اومدیریت محصول ده او دا د خلکو له لوري خلکو ته ډالۍ ده.  هغه ټینګار وکړ، خلک تراوسه د بیارغاونې په اړه خبرې کوي، هیله ده له دې وروسته له بیارغانې ور اخوا د نوي جوړولو فکر وکړو.                             

جمهوررئیس دې ته په اشارې چې اوس د دې وخت را رسېدلی چې نه یوازې د خپل معاصر تاریخ ناتمام فصل تکمیل کړو وویل ، موږ نشو کولای یوازې پر امنیت فکر وکړو، موږ باید له غم څخه د خلاصېدو په خاطر څو بعُدي فکر وکړو چې دا فکر اقتصادي اصلاحات، منطقوي او بین المللي ارتباطات دي.  جمهوررئیس غني څرګنده کړه، استقلال یوازې یوتعریف نه دی، بلکې د سیاسي، امنیتي، اقتصادي او فکري خپلواکۍ او د قانون د حاکمیت پنځه ابعاد لري.             

هغه زیاته کړه، موږ د سولې، انتخاباتو او اصلاحاتو لپاره ژمن یوو او په دې هکله له استثنا پرته له ټولو اقشارو سره سلا مشورې شوي او دا مشورې دوام لري.       جمهوررئیس محمداشرف غني دغو  مشورو ته په اشارې او د اسلامي نړۍ د علماوغوښتنې ته چې په حرمین الشریفین کې راټول شوي وواود اسلامي همکاریو  سازمان، د حرمین الشریفین خادم او د سعودي عربستان د پاچا غوښتنو ته په درناوي او د سولې عالي شورا او د علماو سراسري شورا وروستۍ غوښتنې او       د دې لپاره چې زموږهېوادوال د لوی اختر ورځې په آرامه او سوله‎ییزه فضا کې تېرې کړي یو ځل بیا سبا له دوشنبې چې د عرفې ورځ ده تر میلاد النبي ورځې پورې په دې شرط چې طالبان هم په دې مبارکو ورځو کې اوربند اعلام او رعایت کړي،اوربند اعلام کړ.

هغه ټینګار وکړ، د اوربند دا اعلام په دې معنا دی چې اوربند دوه طرفه وي او دغه راز د دې اوربند دوام او موده د طالبانو پر موقف پورې تړلې ده. جمهوررئیس د طالبانو په رهبرۍ هم غږ وکړ چې د واقعي او دوامدارې سولې لپاره د ملت ارادې ته لبیک ووايي او د ملي او اسلامي ارزښتونو په رڼا کې د سولې مذاکراتو ته چمتووالی وښيي.                                                              محمداشرف غني وویل، مونږ د سولې پر وړاندې ټول خنډونه له منځه وړي دي،  د ملي یووالي حکومت په دې برخه کې د ملت ارادې ته درناوی لري او وروستي بېساري اقدامات يې هم د علماو او د خلکو غوښتنو ته په احترام تر سره کړي دي.جمهوررئیس د هېواد امنیتي او دفاعي ځواکونو لپاره په راتلونکي کې د کومکي بستې او د دې ځواکونو بچیانو ته د څلورو زرو تحصیلي بورسونو د اعلام  تر څنګ وویل، په راتلونکو دوو میاشتو کې به د دارالامان د نوي اداري کمپلکس بنسټ کېښودل شي.                                                                                            

هغه د خپلو خبرو په پای کې وویل، موږ باید په عمل کې د غازي امان الله خان قدر وکړو، د نوموړي د دورې له مثبتو او ناکامو تجربو څخه باید واضح درسونه واخلو او ترټولو مهم درس چې د خپلواکۍ له بنسټګر څخه یې زده کوو دا دی چې د زمان په اهمیت پوه شو، تر څو په راتلونکي کې پښېمانه نه شو.                             په دې مراسمو کې اجرائیه رئیس ډاکټرعبدالله عبدالله هم خبرې وکړې او د هېواد  د خپلواکۍ کلیزې د مبارکۍ ترڅنګ یې وویل، دا مبارکه او تاریخي ورځ ده چې ټول افغانان د خپلو غازیانو او مشرانو پر کارنامو ویاړي هغه د خپلواکۍ د لارې د  شهیدانو روح ته  د  دعا ترڅنګ  وویل : د ازادۍ او خپلواکۍ څخه ساتنه قرباني غواړي او د افغانستان خلکو دا ثابته کړه چې تل د دې قربانۍ لپاره حاضر وو او دي.                                                               ډاکټر عبدالله عبدالله وویل، د شاه امان الله خان رول د افغانستان په تاریخ او د
هېواد د خپلواکۍ په ترلاسه کولو کې واضح مسئله وه او د دارالامان ماڼۍ د شاه امان الله خان د بصیرت، ارزو او تعهد بېلګه ده.
په دې مراسمو کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرستې حسینې صافۍ هم خبرې وکړې او د هېواد د خپلواکۍ کالیزې د مبارکۍ تر څنګ یې وویل، په هېواد کې د شلمې پېړۍ د دویمې لسیزې اماني نهضت د پرمختللو بدلونونو له سلسلې سره تړلی دی.                                                                                                  

هغې زیاته کړه، د مډرنو قوانینو نافذول، په سیاسي په ځانګړي ډول دولتي چارو کې ګډون، د عصري ښوونځیو او مدرسو انکشاف،  د راډیو او چاپي خپرونو تاسیس، د ښاري اوسېدو قانونمند کېدل، د سواد زده کړې پروسې  چټکتیا ، په ټولنیزو او سیاسي چارو کې د ښځو د رول منل، د بنسټېزو جوړښتونو لکه ریل ګاډي، برېښنا بند، دولتي بنسټونو لپاره د تاسیساتو جوړول، د مرکز او سترو ولایتونو ترمنځ د مواصلاتي لارو تمدید، د سیاسي نظام لپاره ملکي او  اداري وېش، په نړۍ کې له ازادو دولتونو سره د اړیکو رامنځته کول او لسګونه نور مترقي او روښان فکره فعالیتونه مطرح کړل.                                                    

دغه راز د دې مراسمو په لړ کې د دارالامان ماڼۍ د جوړولو اودهغې د اوسنۍ بیارغاونې د څرنګوالي په اړه مستند فلم هم نندارې ته وړاندې شو.                        پاى ذکرالله

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته