امنیت

د وسله والو طالبانو د نومول شوي قاضي وژل کیدل.

کابل – باختر – د ثور د میاشتې ۵
دوسله والوطالبانودډلې له خواد جوزجان ولایت د آقچې د پنځه ګونو  ولسوالیو لپاره نومول شوي قاضي پرون ووژل شو.
د جوزجان ولایت د امنیې قوماندان ویاند عبدالمنان روفي باختر آژانس خبريال ته خبرورکړ: دوسله والو طالبانو دډلې له خوانومول شوی قاضي مولوی عبدالرحمن چې د د آقچې پنځه ګونې ولسوالۍ يی تر کنترول لاندې وې له دوو تنو همکارانو سره يی د جوزجان ولایت د منګيجک ولسوالۍ د قیزان ناور کلي کې له امنیتي ځواکونو سره په نښته کې ووژل شو.
روفي زیاته کړه د مولوي عبدالرحمن څو تنه نور همکاران ټپیان شوي او د وژل شویو کسانو مړي د جګړې په ډګر کې پاتې وو.
د یوه اړونده خبرځای د څرګندونو له مخې: د دوی دو میله کلاشینکوفونه،یو توغندی،یوه پیکا ، دوه تومانچې او دوه مخابرې هم د امنیتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته