امنیت

شپږ طالبان په روزګان کې ووژل شول

کابل/ د وري١٤ مه/ باختر
شپږ وسله وال طالبان په روزګان کې په دوو جلا جلا پېښو کې ووژل شول.
پر دغو طالبانو تېره شپه په خاص روزګان ولسوالۍ او د ترينکوت ښار ته څېرمه  هغه وخت بريدونه وشول چې په ډار اچوونکو فعاليتونو بوخت وو.
د هېواد په جنوب کې د اتل قول اردو د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي دي چې په جګړو کې ٦ وسله وال طالبان ووژل شول او ٤ نوريې ټپيان شول.
دغه قول اردو وايي چې دغه وسله وال طالبان پر موټر سايکلونو سپاره او په ډار اچوونکو فعاليتونو بوخت وو چې بريدونه پرې وشول.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
د يو بل خبر له مخې:
پوليسو د روزګان له ګڼ مېشتو لارو څخه د ١١ ماينونو په کشف سره د يولړ چاودنو مخه ونيوله.
ختم- ج –اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته