نړۍ

په عربانو د وسلو په پلورنه کې د امريکا د جمهور رييس ريکارد

دکويټ ښار – ايرنا – باختر د ليندۍ دمياشتې ١٢
د امريکا په متحده ايالاتوکې د امنيتي بدلونو په برخه کې د يوې سياسي څيړنې د نتيجو له مخې د دغه هېواد جمهور رييس بارک اوباما د جورج بوش د جمهوري رياست د دورې څه د پاسه دوه برابره د خليج د حوزې په عربي هېوادونو وسله پلورلې ده .
د ايران دولتي خبري آژانس د کويټ د الراى ورځپاڼې د څيړنو له مخې وليکل چې د خليج د حوزې هېوادونه او نور عربي هېوادونه د امريکا د جمهور رييس بارک اوباما په په اته کلنه دوره کې د دغه هېواد له حکومت څخه د وسلو اصلي پيرودونکي دي او د بيې او لګښت له پلوه هم دغه شاخصونه د جورج بوش د دورې دوه برابره شميرنې دي.
د کويټ د الراى ورځپاڼې د څيړنو نتيجې دغه راز ښيي چې د اوباما د حکومت له خوا په عربي هېوادونو د وسلو د پلورنې حج د امريکا د نورو جمهورو رييسانو په پرتله له دويمې نړيوالې جګړې څخه تر اوسه پورې د وسلو ډيره لوړه فيصدي ده .
د همدې خبرله مخې:
د امريکا د متحده ايالاتو د بهرنيو چارو وزارت هم په يوه رپوټ کې اعلام کړى دى چې د خليج د همکارۍ د شورا غړو هېوادوالو د ٢٠١٥ميلادي کال د مې د مياشتې راپه دې خوا يا د يمن پرخلاف د عربستان د جګړې له پيل کيدو وروسته د څه دپاسه ٣٣ ملياردو ډالرو په ارزښت له امريکا څخه ډول ډول وسلې پيرودلې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته