امنیت

په مزارشريف کې دمحرم د ديارلسمې دماتم کوونکو په منځ کې ديوماين ايښودونکې نيول کيدل.

کابل – باختر د تلې دمياشتې ٢٦
هغه ماين ايښودونکې چې دمحرم د ديارلسمې په ماتم کوونکو بريد وکړي ونيول شو .
يو تروريست چې دبلخ ولايت په شولګرې ولسوالۍ کې يې دمحرم د ديارلسمې دماتم کوونکو په منځ کې دماين چولو هوډ درلود دماين په چاودنه کې خپله ټپي شو او دامنيتي ځواکونو له خوا ونيول شو.
دشولګرې قوماندان نازکمير صادقي ددغه خبر دتاييدولو په ترڅ کې باختر آژانس ته خبر ورکړ : دبلخ ولايت دکشندې او شولګرې ولسواليو اوسيدونکي هرکال دمحرم ديارلسمه ورځ دکربلا دشهيدانو دښخولو دورځې په نوم ددغې ولسوالۍ په عمومي تکيه خانه کې غونډه کوي دغه سړى يو ماين په موټر سايکل کې ځاى پرځاى کړى و او د ماتم کوونکو په منځ کې يې دچاودنې هوډ درلود ، دماتم کوونکو په لور دراتګ په وخت کې ماين په لاره کې وچاوديد ، په خپله ټپي شو او دمزارشريف دښار روغتون ته ليږدول شوى دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته