سیاست

جمهورريیس غني: معلولیت لرونکي وګړي مختلفې وړتیاوې لري

کابل/ دلېندۍ ١٣مه/ باختر
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهورريیس محمد اشرف غني پرون مازګر د معلولیت لرونکو وګړو نړیوالې ورځې د نمانځونډې په مراسمو کې ګډون او وینا وکړه.
دجمهوررييس دوياند دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
په دغو مراسمو کې چې د ارګ په سلامخانې ماڼۍ کې جوړ شول، د امنیتي او دفاعي بنسټونو معلولینو، د جهاد دورې او نورو معلولینو حضور درلود، جمهورريیس غني وویل: معلولیت لرونکي وګړي بېلابېلې وړتیاوې لرې.
جمهورريیس زیاته کړه: ما له تاسې هر یو سره د دې لپاره روغبړ وکړ چې ستاسې وړتیا له نږدې ووینم، ویاړم چې د ملت عمده برخه یاست او بېلابېل مهارتونه لرئ.
جمهورريیس په دې پر ټینګار چې زموږ فرهنګ باید په وړتیا متمرکز وي حاضرینو ته په خطاب کې وویل: تاسې د معلولینو د نقاشۍ او خطاطۍ نندارتون لیدلې، هغه خلک چې لاس نه لري په خپله خوله او پښو نقاشي او خطاطي کوي.
جمهورريیس غني وویل: د معلولیت لرونکو وګړو نړیوالې ورځې د نمانځنې مراسمو په ویاړ به په راتلونکي کال کې د معلولینو د وړتیاو پر تقدیر زیات تمرکز وشي.
د هېواد جمهورريیس د دې په څرګندولو سره چې د معلولینو د ستونزو حل دولت، ټولنې او د خصوصي سکتور په ګډون په ټولو پورې اړه لړي وویل: ټول باید یو بل ته لاسونه ورکړو او دغه قشر ته بنیادي پاملرنه وکړو. 
جمهورريیس څرګنده کړه: د دولت په دستګاه کې له ساختاري اصلاحاتو پرته د معلولینو د ستونزو حل ممکن نه دی او د امنیتي او دفاعي ارګانونو مسوولینو ته یې لارښوونه وکړه چې د هېواد د شهیدانو او معلولینو د وینو پر وړاندې بې تفاوته پاتې نشو او دوی ته نه پاملرنه د منلو وړ نه ده.
جمهورريیس د معلولینو او شهیدانو وارثینو د ستونزو د حل په خاطر د اداري سیستم او د معلولینو د تګ راتګ لپاره د ودانیو جوړولو د قوانینو پر ساده کولو ټینګار وکړ او ويې ویل، معلولین ملي دي په ځانګړې قوم او سیمې پورې تړاو نه لري. 
همدارنګه جمهورريیس غني د افغانستان پر اقتصادي انکشاف ټینګار وکړ او ويې ویل، خپل توقعات باید مدیریت کړو او د معلولینو حق باید حقداره معلولینو ته ورسېږي.
د هېواد جمهوررئيیس د خپلو خبرو په پای کې په ټولنه کې د معلولینو د فعالې ونډې څخه مننه وکړه او ويې ویل: هیله ده د معلول کوچنیانو د پرېشانې ترانې د هوسا، باثبات او قانونمند افغانستان پر بیانونکو ترانو بدلې شي.
په دغو مراسمو کې د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزیر لعل الدین اریوبي په خپلو خبرو کې د معلولیت لرونکو وګړو نړیوالې ورځې د مبارکۍ پر مهال وویل: معلولیت د بشریت اړوند پدیده ده او بدبختانه چې په تېرو څلور لسېزو کې په هېواد کې د جګړو له امله د معلولینو شمېر زیات شوی دی.
هغه وویل: په هېواد کې تر ۹۰۰ زرو ډېر معلولین موجود دي او دغه قشر ته د تېر په پرتله زیاته پاملرنه شوی، د دوی د رسېدنې پروسه اسانه او همغږي زیاته شوی او تر یوه چتر لاندې راټول شوي دي.
اریوبي زیاته کړه: له تعدیل وروسته د معلولینو د حقوقو او امتیازاتو طرحه عدلیې وزارت ته استول شوېده، همداراز موږ د معلولینو د غږ مرکز، ډیټابیس او د معلولیت ملي ستراتېژي ایجاد کړې او د ۲۰۱۹ کال لپاره د معلولینو د نړیوالې ورځې په مناسبت د معلولیت لرونکو وګړو د رهبرۍ او مشارکت لوړولو تر عنوان لاندې د ملګرو ملتونو د شعار د تطبیق هڅه وکړو.
په همدې ترتیب په دې مراسمو کې د معلولینو د سراسري شورا ريیس مسعود صافي دغه قشر ته د جمهورريیس له پاملرنې مننه وکړه او ويې ویل، د معلولینو ډېری غوښتنې عملي شوي او موږ هیله لرو چې معلولینو ته د غوره روغتیایي خدمتونو د وړاندې کولو، پوهنې، لوړو زده کړو او کارموندنې په برخو کې زیاته پاملرنه وشي.
نوموړي همدا راز د معلولینو د حقونو او امتیازاتو د اجرا او پارا المپیک ته د مالي امکاناتو د برابرولو په برخه کې د حکومت د پاملرنې غوښتنه وکړه.
د دغو مراسمو په جریان کې جمهورريیس غني د معلولیت لرونکو وګړو د نقاشۍ او خطاطۍ نندارتون له نږدې وکوت او تنکیو معلولینو هم یوه ترانه ولوسته.# پاى- ع

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته