روغتیا

پنځه مليونه شپږ سوه زره تنه ماشومان واکسين کيږي

کابل- باختر د سلواغې دمياشتې ١٠
د پوليو د واکسين د تطبيق لومړى پړاو په روان ميلادي کال کې سر له سبا د هېواد په خطرناکو ساحوکې پيليږي.
په دې پروګرام کې چې د عامې روغتيا د وزارت له خوا د نړۍ د روغتيايي سازمان او يونيسف ادارې په همکارۍ ترسره کيږي؛ ټاکل شوې ده ٥ مليونه ٦٠٠زره تنه ماشومان د ګوزڼ د ويروس په وړاندې واکسين شي.
د باختر آژانس د خبرله مخې:
د عامې روغتيا وزارت د پوليو د له منځه وړلو د پروګرام مسوول ډاکتر ميوند احمدزي چې نن يې په دې باب په يوه خبري غونډه کې خبرې کولې؛ وويل: سبا د هېواد په ځينو سيموکې د ٢٠١٧کال د فعاليت لومړى پړاو پيليږي .
ده وويل: په دغه پروګرام کې په شرايطو برابر پنځه اعشاريه شپږ مليونه تنه ماشومان د ديرشو زرو تنو روزل شويو واکسيناتورانو له خوا واکسين شي.
ده ٢٠١٦کال د ماشومانو د فلج سره د مبارزې په لاره کې له برياليتوبونو ډک کال وباله او ويې ويل چې په دې کال کې د ماشومانو د ګوزڼ له ناروغۍ سره د مبارزې پروګرامونه تر يوه چتر لاندې و.
ده څرګنده کړه چې په ٢٠١٦ کال کې په هېوادکې د پوليو ١٣ پيښې ثبتې شوې دي چې د تيرو کلونو په نسبت زيات کمښت ښيي.
ډاکتر احمدزي وويل: ثبت شوې پيښې هغه ويروس دى چې د ډيورند کرښې په اخوا کې په دوران کې دى او زموږ د فعاليتونو تمرکز هم د ډيورندکرښې ته څېرمه سيمې دي.
د ډاکتر ميوند د څرګندونو له مخې: دغه پروګرام سر له سبا پيليږي او د روان کال د سلواغې د مياشتې تر پنځلسمې نيټې پورې دوام کوي.
په دې خبري غونډه کې د يونيسف د ادارې او د نړۍ د روغتيايي سازمان استازو په افغانستان کې د پوليو ويروس تر بشپړ له منځه وړلو پورې د عامې روغتيا له وزارت سره د خپلو مرکزونو په همکاريو ټينګار وکړ.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته