امنیت

وسله وال غله ونيول شول

کابلباختردميزان٨
دبغلان پوليسو تېره شپه څلورتنه دمسافرينو دمالونو دغلاپه وخت کې لاس په لاس ونيول.
دبغلان ولايت د امنيې قوماندانۍ ويندوى احمدجاويد بشارت باخترآژانس ته وويل: دغوکسانوکله چې د دوشي پلخمري د لويې لارې په اوږدوکې دکيله ګۍ په ساحه کې د مسافرينو د مالونو په لوټولو بوخت وو؛ د پوليسو له خوا ونيول شول.
بشارت زياته کړه: تورن کسان چې د کابل ولايت د بګراميو د ولسوالۍ اصلي اوسيدونکي دي؛ دبغلان دکيله ګۍ په ساحه کې يو کور په کرايه نيولى و.
له دوى څخه درې کلاشينکوفونه ، پنځه موبايلونه ، يو دوربين اويوه اندا زه نغدې پيسې ترلاسه شوې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته