کابل باختر د کب پنځه ويشتمه :
دداعش دډلې ديرش تنه غړي دافغانستان په ختيځ کې دځانګړو ځواکونو په نويو بريدونوکې ووژل شول .
په دغو ډار اچوونکو تيره شپه دننګرهار ولايت په ځينو سيموکې ځمکني او هوايي بريدونه وشول .
دهېواد په ختيځ کې د ٢٠١ سيلاب قول اردو يوه قوماندان باختراژانس ته وويل چې دپوځيانو دتيرې شپې په بريدونوکې ديرش تنه داعشيان ووژل شول .
ده وويل چې په دغو داعشيانو دننګرهار ولايت دکوټ ، اچين او دهسکې مينې په ولسواليو کې ددوى په سنګرونو کې بريدونه وشول .
درارسيدلو خبرونوله مخې، په دغو هوايي او ځمکنيو بريدونوکې دداعشيانو څو مرکزونه اوپټنځي له ټولو جنګي وسايلو سره يې دړې وړې شوې دي .
په يوبل خبر کې ويل شوي دي چې په ننګرهار کې پوځيانو ديولړ چاودنو دترسره کولو لپاره دطالبانو طرحه شنډه کړه .
امنيتي مامورانو نن سهار دننګرهار ولايت په ګڼ ميشتو لارو کې درې ماينونه کشف اوشنډکړل .
ددغو ماينونو دښخولو په اړوندڅوک نه دي نيول شوي .
په يوبل خبر کې ويل شوي دي چې پوځيان دننګرهار ولايت دکوټ او هسکې مينې په ولسواليو کې د ډار اچوونکو دجنګي وسايلو ددوو ډيپوګانو په کشفولو بريالي شوي دي.
په دغو ډيپوګانو کې يوه اندازه سپک او درانده جنګې وسايل ترلاسه شوي دي .
سيمه ئيز مقامات وايي چې داعشيانو له دغو وسايلو څخه په خپلو ډار اچوونکو بريدونو کې استفاده کوله .
ختم_ عطاالله_ اکرم