ټولنه

په جوزجان کې سيلاوونو بيا هم مالي تاوانونه واړول

کابل باختردثوردمياشتې ٢١ :
په  جوزجان ولايت کې د سيلاوونو د راوتلو له امله د استوګنې په سلګونو کورونه او
په زرګونو جريبه کروندې ويجاړې شوې دي .
دغه سيلاوونه نن سهار له سختو اورښتونو وروسته د جوزجان ولايت د فيض آباد ولسوالۍ په مربوطاتوکې راووتل.
د فيض آباد ولسوال رحمت الله اثر د باخترآژانس خبريال ته وويل چې ددغو سيلاوونو د راوتلو له امله د استوګنې په سلګونوکورونه او دخلکو په سلوکې نوي کروندې ويجاړې شوې دي.
ډير زيات زيان هغې سيمي ته رسيدلى دى چې سيند ته نږدي موقعيت لري .
د دغو سيمو اوسيدونکي چې د څه دپاسه يو زرو دوه سوه تنه بلل شوي دي، د امنيتي  ځواکونوله خوا خوندي ځايونو ته ليږدول شوي دي .
د فيض آباد ولسوال وايي چې تراوسه پورې ځينو مرستندويو مرکزونو او احساس لرونکو کسانو د دغو سيلاوونو د راوتلو له امله له مصيبت ځپلوکسانوسره مرستې کړي دي.
دا په  داسې حال کې ده چې زيانمن شوي کسان دغه مرستې ناڅيزې بولي او وايي  چې استوګنځي، خوراکي توکو،  جامو، درملو او اوبو ته زياته اړتيالري.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته