امنیت

په خوست کې دتروريستې بريدونو درې تنه سازمان ورکوونکي ونيول شول

کابل باختردوري دمياشتې لومړي نيټه  :

درې تنه چې ويل کيږي  دتروريستې بريدونو دسازمان ورکولو مسووليت يې په غاړه درلود پرون  له خوست ولايت څخه ونيول شول.

 دغه کسان ددوشنبې په ورځ  دافغان اوناټو  ځواکونو دګډو عملياتو په بهيرکې دګربزو دسرحدي ولسوالۍ له مربوطاتو څخه نيول شوي دي.

ناټو باختراژانس ته ديوې خبرپاڼې په ليږلوسره ويلي دي دغوکسانو په داسي حال کې چې غوښتل يي دنوروز په جشن کې تروريستې بريدونه ترسره کړې ونيول شول.

 دناټود خبرپاڼه له مخې په دغو کسانو باندې دګربزو په ولسوالۍ کې دلسګونو تروريستې پيښو دسازمان ورکولو تور لگول شوي دي.

ويل کيږي له دغو کسانو څخه سپکي وسلې اويوه اندازه چاوديدونکي توکي هم ترلاسه شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته