سیاست

دخواشينۍ او ډاډ ګيرنې پيغام .

دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهور رييس حامدکرزي  دخواشينۍ او ډاډ ګيرنې پيغام .

  په ډيرې خواشينۍ سره خبر شوم چې دهيواد دزراعت يوکارپوه اومتخصص نيک محمد جلال  ګرديزي د ورپيښې  ناروغي له امله له دې فانى نړۍ څخه سترګى  پټي کړى دى .

 انا لله و انااليه راجعون

 ارواښاد نيک محمد ګرديزي په زراعت کې عالي تحصيلات  درلودل، تر لوړو زده کړو وروسته يې دهيواد په بيلابيلو سيمو او دزراعت په وزارت کې په ډيرو لوړوپستونوکې کار وکړ په دى وروستيو کلونوکې هم د زراعت وزارت مشاور و. دهيواد دزراعت په پرمختيا کې دده هڅې دمننې وړ دي او مړينه يې يوه ضايعه ده .

  دخپلې  خواخوږي او ډاډګيرنې مراتب دده کورنۍ ، دوستانو او دپکتيا ولايت خلکو ته وړاندي کوم الله تعالي دې دى وبخښي او کورنۍ ته دې يې جميل صبر په نصيب  شي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته