سیاست

اجرائیه رئیس په هیوادکې د بهرنيو سرتیرو له عمومي قوماندان سره پر امنیتي حالت خبرې وکړې

کابل_باختر_ د غبرګولي د مياشتې ١١ مه:
د افغانستان د اسلامي جمهوريت اجرائیه رئیس ډاکټرعبدالله عبدالله پرون په سپېدارماڼۍ کې د بهرنیو ځواکونو له عمومي قوماندان جنرال جان ایف کمبل سره د هیواد پر امنیتي حالت خبرې وکړې.
د افغانستان د اسلامي جمهوريت د اجراييه رياست مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبر ورکړ:
د خارجي ځواکونو لوی قوماندان د هیواد اجرائیه رئیس ته په شمال او جنوب کې د هغو عملیاتو په اړه معلومات ورکړل، چې افغان ځواکونو په پوره برياليتوب سره سرته رسولي دي.
ده وویل: افغان قواوې په یوازې سر د هیواد په ګوټ ګوټ کې مخالفین ځپي او وروستي عملیات یې د فوق العاده وړتیاوو ښکاره مثالونه دي.
ده زیاته کړه چې دوی هم په روزنيزو او مشورتي برخوکې د افغان ځواکونو ترڅنګ خپل ماموریت ته دوام ورکوي او باور لري چې افغان ځواکونه د مخالفینو د ځپلو لپاره لازمه وړتیا لري.
د افغانستان د اسلامي جمهوریت اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله د بهرنیو ځواکونو له عمومي قوماندان سره په پرونۍ غونډه کې د افغان سرتیرو قربانۍ او سرښندنې، چې د امنیت په خاطر یې ورکړې، وستایلې او هغوی یې د دې خاورې اصلي ساتوونکي وبلل.
ده وویل: افغان پوځیانو کلونه کلونه د مخالفینو پر ضد وسله واله مبارزه کړې او په دې موده کې یې زيات شمېر تروريستان چې د نا امنۍ لامل کېدل، وژلي دي.
ده د هیواد په ګوټ ګوټ کې د افغان سرتیرو وروستي عملیات مهم وبلل او زیاته یې کړه چې دا عملیات باید نور هم پراختيا ومومي، ترڅو په ټول هيواد کې د مخالفینو پټنځي دړې وړې شي.
اجرائیه رئیس د خپلو خبرو په دوام وویل: حکومت کار کوي چې افغان ځواکونه په روزنيز او تجهیزوي لحاظ پیاوړي کړي، څو په مستقل ډول د ټولو خطرونو په مقابل کې مبارزه وکړای شي.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته